د لوړو زده کړو وزیر د هلمند له والي سره وکتل

baqir_admin
سبت, ديسمبر 19 2020 10:35 صباحا
ا

د لوړو زده کړو وزیر د هلمند له والي، د هلمند ولایت د خلکو له استازي، د هلمند د لوړو زده کړو موسسې ريیس او د یاد ولایت دبېلابېلو ولایتي ادارو له مسوولینو سره وکتل.

په پیل کې د هلمند والي جنرال عبدالنبي الهام او په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي محمد کریم اتل د هلمند ولایت د عمومي وضعیت په ځانګړې توګه د لوړو زده کړو په اړه معلومات وړاندې کړل او د یاد ولایت د لوړو زده کړو عالي موسسې په برخه کې يې د لوړو زده کړو وزارت د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.

ورپسې د هلمند د لوړو زده کړو موسسې ريیس پوهنیار محمد سورګل عبدالرحمن د هلمند د لوړو زده کړو موسسې په اړه د معلوماتو وړاندې کولو تر څنګ د یو لړ وړاندیزونو چې د هلمند  لوړو زده کړو موسسې ته د تحقیقي پروژو په موخه د مالدارۍ د فارم انتقال غوښتنه، د طب پوهنځي ایجادول، پوهنتون ته د هلمند د لوړو زده کړو موسسې ارتقا، د پوهنتون لپاره د علمي مجلې ایجاد، د موسسې د داخلي سړکونو سفالټ کول او امنیتي چارو ته پاملرنه پکې شامل و؛ د لوړو زده کړو له وزیر سره شریک کړل.

د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر د راغلو کسانو د وړاندیزونو تر اورېدو وروسته د هلمند د خلکو او مسوولینو څخه مننه وکړه؛ چې د ستونزو او نا امنیو سره سره خپل تحصیل او زده کړوته دوام ورکوي.

هغه وویل د دې وزارت د هڅو او زیار په پایله کې کابینې پریکړه وکړه، چې له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت یو نیم ميلیون ډالر چې له کلونو راهیسې پاتې وو د هلمند ولایت د لوړو زده کړو موسسې ته ورکړل شي.

هغه  د طب پوهنځي د ایجاد په اړه وویل: لوړو زده کړو وزارت د متوازن انکشاف، قوانینو او مقرراتو په پام کې نیولو سره به د هلمند د لوړو زده کړو موسسې د دې غوښتنو په اړه اقدام وکړي، نوموړي زیاته کړه د هلمند ولایت  خصوصیاتو او جغرافیوي موقعیت ته په کتو دوی د نویو څانګو د ایجادولو لپاره  پروګرامونه لري چې  تطبیق به يې کړي. د لوړو زده کړو وزیر وویل؛ د لوړو زده کړو د بنسټونو اساسي رول د علم تولید اوپه یوه ټولنه کې د علمي څیړنو ترسره کول دي؛ که چېرې د لوړو زده کړو بنسټونه دا رول په سمه توګه ادا نکړي تحصیلي بنسټونه به خپل اصلي ماهیت له لاسه ورکړي  او لوړو زده کړو وزارت دا ټول فرصتونه چمتو کړي دي چې د تحصیلي بنسټونو په اختیار کې به يې ورکړي.

هغه د امنیتي ستونزو په اړه وویل؛ دوی د ولسمشرۍ مقام او د امنیت شورا ته یوه جامع طرح سپارلې او په پام کې ده چې د تحصیلي بنسټونو د امنیت مسوولیت د عامه ساتنې د ملي  تصدۍ عمومي ریاست ته وسپارل شي.

همداراز عباس بصیر اړوندو ریاستونو ته لارښوونه وکړه چې د هلمند د لوړو زده کړو د عالي موسسې د غوښتنو په اړه اصولي اقدامات پیل کړي او د پرمختګ په اړه يې د وزارت مقام ته راپور ورکړي.

د هلمند لوړو زده کړو موسسه په ۱۳۸۷ کې تاسیس شوه، چې دا مهال سل تنه کادري پرسونل، ۶ پوهنځۍ، ۲۰ څانګې، ۳۰۰۰ نارینه او ښځينه محصلین او ۴۵ اداري پرسونل لري.

Latest news

ثلاثاء, يناير 21 2025 5:44 صباحا
Background image

شارك القائم بأعمال وزارة التعليم العالي في حفل تخرج مدرسة "الجامعة الإسلامية" في مقطع سبين بولدك بولاية قندهار

وزير التعليم العالي بالوكالة، فضيلة الشيخ المولوي نداء محمد نديم، شارك وألقى كلمة في حفل تخرج طلاب مدرسة "الجامعة الإسلامية" في مقطع سبين بولدك بولاية قندهار.

وصف معالي المجالس العلمية. . .

اثنين, يناير 20 2025 8:56 صباحا
Background image

تخرج 71 طالبا من قسم الإفتاء والقضاء بجامعة عبد الله بن مسعود (رضي الله عنهما)، وتم تقديمهم لخدمة المجتمع.

في حفل التخرج الذي أقيم بهذه المناسبة، هنأ شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم وزير التعليم العالي بالوكالة الخريجين و أضاف قائلا: "ستعملون في مجالات القضاء وغيرها من المجالات العلمية. . .

أربعاء, يناير 15 2025 8:12 صباحا
Background image

في مؤسسة التعليم العالي في سمنغان، بدأت أعمال البناء وإعادة الإعمار في الأقسام المختلفة بتكلفة بلغت 12 مليونًا و600 ألف أفغاني.


هذه المشاريع، تمول من ميزانية وزارة التعليم العالي، تشمل إعادة تأهيل وتعبيد الشوارع الداخلية، إنشاء أرصفة،تركيب مظلات لاستراحة الطلاب، بناء أعمدة كهرباء جديدة، وتركيب محولات كهربائية.
. . .

BACK TO NEWS