د تړون کولو عامه خبرتیا

baqir_admin
g

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو قانون دري څلوېښتمې مادې (۲) فقرې پر بنسټ ټولو ته خبر ورکول کېږي چې لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري چې د ګلوبل لوژیستیکي خدمتونو شرکت سره په (۴۶۴۱۰۰۰) څلور میلیونه او شپږ سوه او یو څلوېښت زره افغانیو د تدریسي خونې د نوري فایبر لین له لارې د پروان پوهنتون سرور روم سره د نښلولو تړون وکړي چې د جواز شمېره یې D-46510 ده او د کابل قلعه زمان خان، نوآباد ۱۶محل په څلورم سړک کې موقعیت لري.

حکمي او حقیقي کسان چې هر ډول نیوکې لري، کولای شي خپلې نیوکې د دغې خبرتیا تر خپرېدو وروسته تر اوو ورځو پورې په لیکلې توګه له خپلو دلایلو سره یو ځای، د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو ریاست ته وسپاري.

دغه خبرتیا د تړون په مانا نه ده او د یادې نېټې او قانوني پړاوونو تر پای ته رسېدو پورې نه تړل کېږي.