ایران په افغانستان کې دوامداره تحصیلي همکاریو ته ژمن دی
سه شنبه 1400/8/4
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر په داسې حال کې چې د دغه وزارت معینانو هم حضور درلود ؛ په کابل کې د ایران له سفیر بهادر امینیان سره وکتل.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په تحصیلي برخه کې د ګاونډي هېواد ایران له مرستو او همکاریو مننه وکړه او د هېواد تېرو شلو کلونو تحصیلي نظام یې د غرب له ناسمو مفکورو اغېزمن وباله. هغه زیاته کړه، چې د تحصیلي نظام د بډاینې او پردیو مفکورو د لیرې کولو لپاره زیات او جدي کار ته اړتیا ده.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل، چې افغانستان او اېران نږدې مذهبي او کلتوري اړیکې لري، همدارنګه د لوړو زده کړو په برخه کې یې د اېران همکارۍ اړینې وبللې.
دغه راز په کابل کې د اېران سفیر بهادر امینیان په مختلفو برخو لکه انجنیري ، فني او نورو... کې د افغان محصلینو او استادانو لپاره د بورسونو د چمتو کولو ترڅنګ، په افغانستان کې د ښځو د تعلیم او آنلاین زده کړو په برخه کې د ا.ا.ا له پالیسیو سره سم د اسانتیاوو برابرولو ژمنه وکړه او په تحصیلي برخه کې یې له افغانستان سره د دوامداره اړیکو او همکاریو ډاډ ورکړ.
په دغه کتنه کې د دواړو هېوادنو ترمنځ په دوه اړخیزه تحصیلي اړیکو او دوامداره همکاریو تفصیلي خبرې او ټینګار وشو.