ایران په افغانستان کې دوامداره تحصیلي همکاریو ته ژمن دی

Akmal_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۸/۴ - ۱۳:۱۸
ایران په افغانستان کې دوامداره تحصیلي همکاریو ته ژمن دی


سه شنبه   1400/8/4 
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر په داسې حال کې چې د دغه وزارت معینانو هم حضور درلود ؛ په کابل کې د ایران له سفیر بهادر امینیان سره وکتل.
 د  لوړو زده کړو سرپرست وزیر په تحصیلي برخه کې د ګاونډي هېواد ایران له مرستو او همکاریو مننه وکړه او د هېواد تېرو شلو کلونو تحصیلي نظام یې د غرب له ناسمو مفکورو اغېزمن وباله. هغه زیاته کړه، چې د تحصیلي نظام د بډاینې او پردیو مفکورو د لیرې کولو لپاره زیات او جدي کار ته اړتیا ده.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل، چې افغانستان  او اېران نږدې مذهبي او کلتوري اړیکې لري، همدارنګه د لوړو زده کړو په برخه کې یې د اېران همکارۍ اړینې وبللې.  
دغه راز په کابل کې د اېران سفیر بهادر امینیان په مختلفو برخو لکه انجنیري ، فني او نورو... کې د افغان محصلینو او استادانو  لپاره د بورسونو د چمتو کولو ترڅنګ، په افغانستان کې د ښځو د تعلیم او آنلاین زده کړو په برخه کې د ا.ا.ا له پالیسیو سره سم د اسانتیاوو برابرولو ژمنه وکړه او په تحصیلي برخه کې یې له افغانستان سره د دوامداره اړیکو او همکاریو ډاډ ورکړ.
 په دغه کتنه کې د دواړو  هېوادنو ترمنځ په دوه اړخیزه تحصیلي اړیکو او دوامداره همکاریو تفصیلي خبرې او ټینګار وشو.

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۸:۱۷
Background image

خبرتیا!


د دیني مدارسو هغو علماء کرامو ته چې د دیني جامعاتو او تخصصاتو ریاست کې یې د عالمیې لېسانس متفرقه ازموینه ورکړې ده او نومونه یې په ذکر شویو لېستونو کې شامل دي، خبر ورکول کېږي، چې د‌ دوی . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۴:۲
Background image

فراه پوهنتون کې د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ویالو کېندلو او جوړولو چارې پیل شوې

فراه پوهنتون کې د ۷۰۰ مترو په اندازه دوه طرفه ویالې، چې ۸۰ سانتي متره عرض او یو متر لوړوالی لري، د جوړېدو چارې پیل شوې.
د دې ویالو په جوړېدو شاوخوا ۹ میلیونه ۹۸۳ زره افغانۍ لګښت راځي،. . .

BACK TO NEWS