د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني سره په افغانستان کې د چین سفیر ناسته وکړه
دوشنبه، ۱۴۰۰ کب ۲ مه
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني سره په افغانستان کې د چین سفیر ناسته وکړه.
په دې ناسته کې چې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین لطف الله خیر خوا، محمد اسماعیل روحاني او یو شمیر نورو مسؤلینو هم شتون درلود، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل: « دا چې له تېرو ۴۳ کلونو را وروسته په لومړي ځل افغانستان له جنګ څخه خلاص شوی؛ نو اوس پکار ده چې تحصیلي برخې ته زیات کار وشي او په دې برخه کې د ګاونډيو هېوادونو همکاري ډېره مهمه ده.»
ښاغلي حقاني له چین سره د داسې یوې هوکړې لاسلیک ته تیاری وښود، چې پر بنسټ یې د دواړو هېوادونو استادان له یوبل سره د علمي تجربو شریکولو په موخه د دواړو هېوادونو تر منځ سفرونه وکړي. دغه راز په یاده برخه کې یې د اسانتیاوو رامنځ ته کولو لپاره د یوې کمېټې پر جوړولو هم ټينګار وکړ.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر دغه راز وویل: «په ځان بسیا افغانستان د سیمې او ګاونډیو هېوادونو لپاره مهم دی او د سیمې هېوادونه باید له موږ سره په تحصیلي برخو کې مرستې وکړي.»
بل لور ته په افغانستان کې د چین سفیر «وانګ یو» د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر څخه د وخت ورکولو له امله د مننې تر څنګ وویل: « موږ په تېر کې هم له افغانانو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې او اوس هم خپلو مرستو ته دوام ورکوو.»
همدارنګه هغه زیاته کړه «د ا،ا،ا په راتګ سره تر دا مهاله موږ شاوخوا د ۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سره په بشري، طبي او بېلابېلو برخو کې مرستې کړې دي.»
همدا شان په افغانستان کې د چین سفیر په هېواد کې د پوهنتونونو پر پېلېدو خوښي څرګنده کړه او د استادانو د ظرفیت لوړونې، د ټریننګونو برابرولو او ورته نورو برخو کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.