د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني سره په افغانستان کې د چین سفیر ناسته وکړه

Akmal_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۲/۲ - ۱۲:۴۹
R

دوشنبه، ۱۴۰۰ کب ۲ مه
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني سره په افغانستان کې د چین سفیر ناسته وکړه.
په دې ناسته کې چې  د لوړو زده کړو وزارت علمي معین لطف الله خیر خوا، محمد اسماعیل روحاني او یو شمیر نورو مسؤلینو هم شتون درلود، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل: « دا چې له تېرو ۴۳ کلونو را وروسته په لومړي ځل افغانستان له جنګ څخه خلاص شوی؛ نو اوس پکار ده چې تحصیلي برخې ته زیات کار وشي او په دې برخه کې د ګاونډيو هېوادونو همکاري ډېره مهمه ده.»
ښاغلي حقاني له چین سره د داسې یوې هوکړې لاسلیک ته تیاری وښود، چې پر بنسټ یې د دواړو هېوادونو استادان له یوبل سره د علمي تجربو شریکولو په موخه د دواړو هېوادونو تر منځ سفرونه وکړي. دغه راز په یاده برخه کې یې د اسانتیاوو رامنځ ته کولو لپاره د یوې کمېټې پر جوړولو هم ټينګار وکړ.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر دغه راز وویل: «په ځان بسیا افغانستان د سیمې او ګاونډیو هېوادونو لپاره مهم دی او د سیمې هېوادونه باید له موږ سره په تحصیلي برخو کې مرستې وکړي.»
بل لور ته په افغانستان کې د چین سفیر «وانګ یو» د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر څخه د وخت ورکولو له امله د مننې تر څنګ وویل: « موږ په تېر کې هم له افغانانو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې او اوس هم خپلو مرستو ته دوام ورکوو.»
همدارنګه هغه زیاته کړه «د ا،ا،ا په راتګ سره تر دا مهاله موږ شاوخوا د ۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت سره په بشري، طبي او بېلابېلو برخو کې مرستې کړې دي.»
همدا شان په افغانستان کې د چین سفیر په هېواد کې د پوهنتونونو پر پېلېدو خوښي څرګنده کړه او د استادانو د ظرفیت لوړونې، د ټریننګونو برابرولو او ورته نورو برخو کې یې د همکارۍ ژمنه وکړه.
 

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۸:۱۷
Background image

خبرتیا!


د دیني مدارسو هغو علماء کرامو ته چې د دیني جامعاتو او تخصصاتو ریاست کې یې د عالمیې لېسانس متفرقه ازموینه ورکړې ده او نومونه یې په ذکر شویو لېستونو کې شامل دي، خبر ورکول کېږي، چې د‌ دوی . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۴:۲
Background image

فراه پوهنتون کې د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ویالو کېندلو او جوړولو چارې پیل شوې

فراه پوهنتون کې د ۷۰۰ مترو په اندازه دوه طرفه ویالې، چې ۸۰ سانتي متره عرض او یو متر لوړوالی لري، د جوړېدو چارې پیل شوې.
د دې ویالو په جوړېدو شاوخوا ۹ میلیونه ۹۸۳ زره افغانۍ لګښت راځي،. . .

BACK TO NEWS