د لوړو زده کړو وزارت انجنیري ټيم د پکتیا پوهنتون له پراختیایي او رغنیزو پروژو څخه لیدنه وکړه.
۱۴۰۰کال، د کب ۱۶مه
د لوړو زده کړو وزارت انجنیري ټيم د پکتیا پوهنتون له پراختیایي او رغنیزو پروژو څخه لیدنه وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت انجینري ټیم په پکتیا پوهنتون کې د دوو رغنیزو پروژو (عمومي لابراتوار او طعام خورۍ) څخه د څارنې او تسلیمۍ په موخه پکتیا ته سفر کړی و. د انجنیري دغه ۷ کسیز ټيم، د پکتیا پوهنتون له مشرتابه، استادانو او کارمندانو سره د لیدنې پر مهال، له هغوی څخه وغوښتل چې د دغه پوهنتون د تدریسي او اداري ودانیو په ساتنه کې پوره پاملرنه وکړي.
بل لور ته د پکتیا پوهنتون رهبرۍ د انجینري او تخنیکي ټیم له ورتګ څخه مننه وکړه او په پکتیا پوهنتون کې یې د ودانیو شته ستونزې له دوی سره شریکې کړې.