د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د چارو د لا چټکتیا او سمون په موخه د دغه وزارت بشري سرچینو له مسؤلینو سره وکتل.

Akmal_admin
ثلاثاء, مارس 22 2022 11:29 صباحا
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د چارو د لا چټکتیا او سمون په موخه د دغه وزارت

۱۴۰۱کال، د وري ۲مه
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د چارو د لا چټکتیا او سمون په موخه د دغه وزارت بشري سرچینو له مسؤلینو سره وکتل.
یاده ناسته د قرانکریم په مبارکو ایتونو پیل شوه، چې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د بشري سرچینو رئیس محمد ادریس اخندزاده او کاروکوونکو د تېرو کارونو راپور واورېد، د هغوی کړنې یې وستایلې او د راتلونکو پلانونو لپاره یې لازمې لارښوونې ورته وکړې. 
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب په راتلونکي کې د یوه باکیفیته او منظم تشکیل پر جوړښت او په چارو کې د ښه نیت په درلودلو ټینګار وکړ. دغه راز نوموړي د بشري سرچینو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې د کارمندانو د ظرفیت لوړولو لپاره ورکشاپونه او سیمنارونه جوړ کړي، تر څو کارمندان په سمه توګه خدمات وړاندې کړای شي او ناسته په دعاء سره پای ته ورسېده.  
په پام کې ده چې مالي او اداري معین د دغه معینیت تر اثر لاندې ریاستونونو له مسؤلینو سره، د هغوی د چارو د ښه والي په موخه نوبتي ناستې ولري.

Latest news

أحد, أغسطس 17 2025 10:15 صباحا
Background image

شارك وزير التعليم العالي في حفل تخرّج ۶۲۰ طالبًا من جامعة باميان، حيث قام بافتتاح عدد من المشاريع في الجامعة ذاتها.

خلال زيارته الرسمية إلى ولاية باميان، شارك شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم، وزير التعليم العالي، في مراسم تخرّج طلبة جامعة باميان. وخاطب الخريجين قائلا: عليكم أن تكتسبوا التخصص في. . .

أحد, يوليو 27 2025 10:54 صباحا
Background image

قدّم معالي وزير التعليم العالي توجيهات لازمة لرؤساء الرئاسات المركزية ومسؤولي الجامعات الحکومیة وذلک بهدف تعزيز وتقوية النظام التعليمي في البلاد

 

قدّم معالي وزير التعليم العالي، شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم، في قاعة مجلس قيادة الوزارة، توجيهات وتوصيات مهمة حول تعزيز النظام التعليمي في البلاد وإجراء الإصلاحات اللازمة في. . .

ثلاثاء, يوليو 15 2025 2:37 مساء
Background image

انعقدت جلسة لجنة الجامعات و المؤسسات الأهلیة بوزارة التعلیم العالي

 

خلال هذه الجلسة، تحدث شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، وزیر التعلیم العالي حول نظام التعلیم العالي في المجالات المختلفة، وأکد أن إرساء النظام والتنسیق في قطاع التعلیم العالي یُعد من. . .

BACK TO NEWS