د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسۍ او تقنین ریاست مسؤلانو په ننګرهار پوهنتون کې د ختیځ زون دولتي او خصوصي لوړو

۱۴۴۳/۱۱/۲۰
۱۴۰۱/۳/۳۰
د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسۍ او تقنین ریاست مسؤلانو په ننګرهار پوهنتون کې د ختیځ زون دولتي او خصوصي لوړو زده کړو بنسټونو لپاره د ستراتیژيک پلان، احصایې او راپورونو ترتیب په اړه ښوونیز ورکشاپ دایر کړ.
په پیل کې د ننګرهار پوهنتون رئیس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال د لوړو زده کړو وزارت پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ، د یاد ورکشاپ له دایرولو خوښي څرګنده کړه او ګټور یې وباله.
وروسته د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسۍ او تقنین د رئیس مفتي رضوان الله منیب په مشرۍ یوه پلاوي په ننګرهار پوهنتون کې د ختیځ زون دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو لپاره د مسلکي، کارنده او له نیمګړتیاوو خالي پلانونو د ترتیب په موخه ښوونیز ورکشاپ دایر کړ، چې په پیل کې د پلان، پالیسۍ او تقنین رئیس د پلان په اړه خبرې وکړې او د دغه ورکشاپ اجنډا او موخه یې تشریح کړه.
وروسته د پلان ترتیبولو، توحیدولو او پلي کولو امر محمد داود ځلاند د کاري پلان ترتیبولو او راپورونو د وړاندې کولو د ښه والي په اړه معلومات وړاندې کړل. همدارنګه د پلان، پالیسۍ او تقنین ریاست مسلکي کارمندانو د ستراتیژیک پلان د تدوین، د ۱۴۰۱مالي کال د راپور وړاندې کولو او احصایې فارمټ تشریح کړ او د ورکشاپ په پای کې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.
د یادولو وړ ده چې په ختیځ زون کې د لوړو زده کړو وزارت ځانګړي استازي او د ننګرهار پوهنتون مالي او اداري مرستیال قاضي خالد صداقت په ختیځ زون کې د لوړو زده کړو وزارت د پلانونو او پالیسیو د علمي کولو ډاډ ورکړ.