د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له هغو برحاله او فارغو شویو محصلینو سره تعارفي او مشورتي ناسته وکړه، چې په تېره شلنه کلنه مبارزه کې یې ونډه اخیستې وه.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د یادو مجاهدینو مبارزې او زحمتونه وستایل او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د لوړو زده کړو د پرمختګ په برخه کې همکاري ورسره وکړي.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر هغه محصلین چې په تېره شلنه کلنه مبارزه کې یې د ا.ا.ا سره همکاري کوله او اوس په مختلفو ادارو کې خدمت کوي، د نظام د باور وړ کسان وبلل او له هغوی څخه یې وغوښتل چې په اسلامي عقیده د محصلینو د فکري روزنې په برخه کې مرسته ورسره وکړي.
وروسته یادو مجاهدو محصلینو د هېواد د تحصیلي نظام د پرمختګ او ځواکمنتیا په برخه کې خپلې مشورې او وړاندیزونه وړاندې کړل او د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ته یې د دې ډاډ ورکړ، چې هر وخت په دغه ډګر کې خدمت ته تیار دي.