د کابل پوهنتون په نوښت او د لوړو زده کړو وزارت په همکارۍ «د لوړو زده کړو پیاوړتیا» تر عنوان لاندې درې ورځنی ملي کنفرانس، نن د کابل پوهنتون په نوي اېډېټوریم کې پیل شو. 

nasir_admin
ثلاثاء, فبراير 21 2023 3:32 مساء
Dghvvjj

 

په یاد کنفرانس کې چې د ا.ا.ا یو شمېر لوړ پوړو چارواکو، د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه، د هېواد د امارتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو استادانو او علومو اکاډمي غړو ګډون پکې درلود، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کابل پوهنتون له دې نوښت څخه د مننې تر څنګ، وویل چې موږ د دا ډول کنفرانسونو د جوړولو او استادانو ته د غوره خدمت زمینې برابرولو په برخه کې همکاري او ملاتړ ته ژمن یو. 

دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر وویل چې موږ عصري زده کړو او څېړنو ته ډېره اړتیا لرو او له استادانو یې وغوښتل چې د عصري زده کړو او نویو پرمختګونو په برخه کې خپل مسؤلیت تر سره کړي. 

نوموړي د یاد کنفرانس موخه په علمي ډګر کې پرمختګ، له نړۍ سره ځان سیال کول او په دغه برخه کې د نیمګړتیاوو په نښه کول وبلل. 

 همدارنګه د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد په ټولنه کې د استادانو او مسلکي زده کړو پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل چې یوه ټولنه له عصري او تخصصي زده کړو پرته پرمختګ نه شي کولی. 

وروسته د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه وویل: «لوړو زده کړو وزارت د علم د خپرېدو، لېږد او تولید دنده پر غاړه لري.» نوموړي زیاته کړه چې لوړو زده کړو وزارت د علم د تولید او څېړنو په برخه کې ډېره هڅه کوي او په دې ډګر کې یې عملي کارونه پیل کړي دي. 

همدارنګه د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز د یاد کنفرانس په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې په دغه کنفرانس کې د سلو امارتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو علمي کادر ګډون کړی، چې شاوخوا ۷۰ مقالې د کنفرانس د بورډ له لوري غوره شوي او ۱۸ مقالې به دلته وړاندې شي. نوموړي زیاته کړه چې دغه مقالې پر نړیوالو معیارونو لیکل شوي او نړیوال حیثیت لري.   

همداراز د چارو ادارې عمومي رئیس، د داخلې وزارت او اطلاعاتو او کلتور وزارت معین صاحبانو د علم پر ارزښت خبرې وکړې. 

 په پام کې ده چې دغه کنفرانس په سبا او بل سبا هم دوام وکړي او د استادانو له لوري به د لوړو زده کړو پیاوړتیا په برخه کې علمي ـ څېړنیزې مقالې وړاندې شي. 

نېټه: سه شنبه

۱۴۴۴/۷/۳۰هـ.ق ۱۴۰۱/۱۲/۲هـ.ش ۲۰۲۳/۲/۲۱

Latest news

سبت, يناير 25 2025 3:20 مساء
Background image

وزير التعليم العالي بالنيابة شارك وألقى كلمة في حفل تخرج خريجي وزارة الداخلية.

 

وزير التعليم العالي بالوكالة،شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم، شارك في حفل تخرج خريجي وزارة الداخلية، وهنأ الخريجين وشجعهم على متابعة التعليم العالي.

 

في كلمته، ذكر الوزير. . .

ثلاثاء, يناير 21 2025 5:44 صباحا
Background image

شارك القائم بأعمال وزارة التعليم العالي في حفل تخرج مدرسة "الجامعة الإسلامية" في مقطع سبين بولدك بولاية قندهار

وزير التعليم العالي بالوكالة، فضيلة الشيخ المولوي نداء محمد نديم، شارك وألقى كلمة في حفل تخرج طلاب مدرسة "الجامعة الإسلامية" في مقطع سبين بولدك بولاية قندهار.

وصف معالي المجالس العلمية. . .

اثنين, يناير 20 2025 8:56 صباحا
Background image

تخرج 71 طالبا من قسم الإفتاء والقضاء بجامعة عبد الله بن مسعود (رضي الله عنهما)، وتم تقديمهم لخدمة المجتمع.

في حفل التخرج الذي أقيم بهذه المناسبة، هنأ شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم وزير التعليم العالي بالوكالة الخريجين و أضاف قائلا: "ستعملون في مجالات القضاء وغيرها من المجالات العلمية. . .

BACK TO NEWS