د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په ګډون، د بایزید روښان خصوصي لوړو زده کړو مؤسسه کې د «فکري ویښتابه» تر سرلیک لاندې علمي سمینار دایر شو.

ameen_admin
أحد, أكتوبر 29 2023 4:23 صباحا
kjahdjkkjdas


یاد سمینار کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین سربیره، د دې وزارت د دعوت او ارشاد رئیس شیخ شاکرالله وحدت، د پلان او پالیسۍ رئیس مفتي رضوان الله منیب، د تألیف، تحقیق او ژباړې رئیس دوکتور حمیدالله مزمل، د مختلفو وزارتونو او دولتي ادارو استازو، د مؤسسې رهبرۍ، استادانو، محصلینو، اداري او خدماتي کارکوونکو ګډون کړی و.
په سمینار کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین  دوکتور لطف الله خیرخواه محصلینو ته د انسان مقام، د نیواکګرانو د فکري یرغل اسباب او له هغو څخه د خلاصون لارې چارې په ګوته کړې.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د واک د تږو بیلګې وړاندې کړې او ویې وویل، چې  دوی د خپل قدرت د بقا لپاره داسې قوانین وضع کوي، چې انساني ټولنه د انسانیت له دایرې څخه باسي او د خپلو شومو موخو ترلاسه کولو لپاره داسې برنامې په لاره اچوي، چې انسان د انزوا پر لور بیایي.
نوموړي دغه راز وویل، چې دغه ډول خلک د خپلوۍ اړیکې له منځه وړي او ټول د خپل حاکمیت لاندې داسې اړمن کوي، چې هېڅکله یې پر وړاندې غږ پورته نکړي. هغه د فکري ویښتابه په برخه کې د تعلیمي او تحصیلي بنسټونو ونډه مهمه وګڼله او په دې برخه کې یې د لا ډېر کار ژمنه وکړه.
همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت د عوت او ارشاد رئیس شیخ شاکرالله وحدت د سمینار په ترڅ کې په زده کړه ییز بهیر کې د محصلینو مسؤلیتونو روښانه کولو ترڅنګ پر دیني او عصري زده کړو ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د ا.ا.ا د هڅو او کلکې ارادې ډاډ ورکړ.
نوموړي وویل، چې اسلامي ټولنې لپاره د دیني زده کړو تر څنګ عصري زده کړې خورا مهمې دي او د عصري زده کړو پرته د اسلامي ټولنې اړتیاوې نشي تأمین کېدای.
په سمینار کې د یادې مؤسسې رئیس سید عبدالحکیم حکمت د لوړو زده کړو وزارت پلاوي او نورو میلمنو ته د ښه راغلاست تر څنګ د سمینار په ارزښت او اړتیا خبرې وکړې او د محصلینو فکري روزنه یې د پوهنتونونو رسالت وبال. 
په پای کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه له لوري موضوع په تړاو د محصلینو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

Latest news

ثلاثاء, يناير 21 2025 5:44 صباحا
Background image

شارك القائم بأعمال وزارة التعليم العالي في حفل تخرج مدرسة "الجامعة الإسلامية" في مقطع سبين بولدك بولاية قندهار

وزير التعليم العالي بالوكالة، فضيلة الشيخ المولوي نداء محمد نديم، شارك وألقى كلمة في حفل تخرج طلاب مدرسة "الجامعة الإسلامية" في مقطع سبين بولدك بولاية قندهار.

وصف معالي المجالس العلمية. . .

اثنين, يناير 20 2025 8:56 صباحا
Background image

تخرج 71 طالبا من قسم الإفتاء والقضاء بجامعة عبد الله بن مسعود (رضي الله عنهما)، وتم تقديمهم لخدمة المجتمع.

في حفل التخرج الذي أقيم بهذه المناسبة، هنأ شيخ الحديث المولوي نداء محمد نديم وزير التعليم العالي بالوكالة الخريجين و أضاف قائلا: "ستعملون في مجالات القضاء وغيرها من المجالات العلمية. . .

أربعاء, يناير 15 2025 8:12 صباحا
Background image

في مؤسسة التعليم العالي في سمنغان، بدأت أعمال البناء وإعادة الإعمار في الأقسام المختلفة بتكلفة بلغت 12 مليونًا و600 ألف أفغاني.


هذه المشاريع، تمول من ميزانية وزارة التعليم العالي، تشمل إعادة تأهيل وتعبيد الشوارع الداخلية، إنشاء أرصفة،تركيب مظلات لاستراحة الطلاب، بناء أعمدة كهرباء جديدة، وتركيب محولات كهربائية.
. . .

BACK TO NEWS