د لوړو زده کړو وزارت علمي معینیت شورا ناسته د دغه وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه په مشرۍ ترسره شوه.

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د علمي چارو د ښه والي او چټکتیا په موخه اړوندو مسؤلینو ته لارښوونې او لازمې سپارښتنې وکړې.
وروسته د تېرې ناستې پرېکړو ته لنډه کتنه وشوه او د شویو کارونو راپورونه واورېدل شول.
وروسته له اجنډا سره سم د شورا غړو د یو شمېر امارتي تحصیلي بنسټونو استادانو د علمي ترفیعاتو، مجدد تقرر، علمي تألیفاتو، په بهر کې د استادانو د ماسټري او دوکتورا برنامو، د تضمین کیفیت او علمي برنامو پراختیا اړوند پر یو شمېر موضوعاتو هر اړخیزه بحثونه او لازمې پرېکړې وکړې.