د غزني تخنیکي پوهنتون څخه ۱۲۰ تنه انجینران فارغ شول

ameen_admin
Thu, May 16 2024 4:38 AM
kjdsadkjklsa


په دغو مراسمو کې چې د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه پلاوي، د غزني ولایت مسوولینو، د پوهنتون مشرتابه پلاوي او د محصلانو کورنیو برخه اخیستې وه، د لوړو زده کړو وزیر شیخ الحدیث مولوی نداء محمد ندیم محصلانو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل: «د هېواد راتلونکی په تاسو پورې اړه لري، د خپلو ملي او دیني مسولیتونو په پام کې نیولو سره د هېواد په ابادۍ او پرمختګ کې برخه واخلئ».
هغه زیاته کړه چې، د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه د هیواد پرمختګ او هوساینې ته ژمن دی او د اسلامی شریعت پر اساس هېوادوالو ته خدمتونه وړاندي کوي.
سرپرست وزیر وویل، د ملت د دین او دنیا په ساتنه کې د نظام د بریالیتوب راز دا دی چې زموږ قانون او لارښونه د خدای پاک سپیڅلی کتاب دی، په دغه لاره کې باید استقامت ولرو، د نورو د ګټو لپاره خپله مقدسه لاره بدله نه کړو.
ورپسې د یاد پوهنتون مشرتابه پلاوي او نورو ویناوالو خبرې وکړې او فارغو شویو محصلانو ته يې د مبارکۍ ترڅنګ هغوی د هېواد پرمختګ او ابادۍ ته وهڅول.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS