د لوړو زده کړو وزیر د امانت پروژې له عمومي ريیس سره وکتل

baqir_admin
Tue, Jan 26 2021 5:23 AM
ل

د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر په دغه ناسته کې د امانت پروژې له عمومي ريیس (بار بارا جیمس) سره د مسلکي وړتيا لوړولو، حقوقي همکاریو او د برېښنايي حکومتولۍ پر پراختیا خبرې وکړې.

د لوړو زده کړو وزیر د امانت پروژې له همکارۍ مننه وکړه او ویې ویل، له داخلي تفتیش څخه ملاتړ، برېښنايي حکومتولي، د دولتي او خصوصي پوهنتونونو د اسنادو د اجراء کولو ډېجېټلي کول په دې برخه کې د ارزښت وړ دي.

هغه وویل د تحصیلي بنسټونو له خوا د برېښنايي سېستم له لارې د ډیپلومونو ورکړه، د دې وزارت له مهمو پروګرامونو شمېرل کېږي چې د عامه خدمتونو په پروسه کې د اسانۍ سبب ګرځي.

د امانت پروژې عمومي رييس بار بارا جیمس د اوږد مهاله همکاريو ژمنه وکړه چې د مسلکي وړتيا لوړونې، حقوقي همکارۍ او له داخلي تفتیش سره د تخنیکي همکاریو په برخه کې به هر اړخیزې مرستې وکړي.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS