د محصلانو د اطلاعاتو په مدیریت کې د اسانتیا په موخه روزنیز ورکشاپ جوړ شو

baqir_admin
Mon, Jun 07 2021 11:54 AM
g

د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو ریاست د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې په همکارۍ د مرکز څلورو پوهنتونونو او د ولایتونو څلورو پوهنتونونو د محصلانو د چارو آمریتونو کارکوونکو لپاره یو ورکشاپ جوړ کړ ترڅو د کانکور له لارې علمي بنسټونو ته د لار موندونکو محصلانو د اطلاعاتو په مدیریت کې اسانتیا رامنځته شي.

د مرکز له پوهنتونونو څخه او د میدان وردګو، البیروني، پروان او لوګر ولایتونو د لوړو زده کړو بنسټونو ګډونوالو په دغه روزنیزه دوره کې د محصلانو د شاملېدو پر بنسټ د هغوی د ثبت او ارقامو اخیستني، د محصلانو ذاتي چارو (د زېږېدو ځای، تحصیلي موسسه، د شاملېدو او فراغت کال، د تحصیل څانګه او...) میتود او د مسوولانو تر منځ د الکترونیکي مکتوبونو او خبرتیاوو خپرولو میتودونه زده کړل.

د یادونې وړ ده چې د محصلانو چارو ریاست د پوهنتونونو او ډیپارټمنټونو د مدیریت، د محصلانو د ډلو مدیریت او د محصلانو د راپور برخې په رامنځته کولو سره کولای شي چې د پوهنتون، پوهنځي، ډیپارټمنټ، ټولګي، د ازموینې پایلې، حاضرۍ، د کانکور کال، تحصیلي کچې، وضعیت، جنسیت او ...  پر بنسټ کره شمېرې یا ارقام ولري او ثبت او تنظیم یې کړي.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS