د محصلانو د اطلاعاتو په مدیریت کې د اسانتیا په موخه روزنیز ورکشاپ جوړ شو
د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو ریاست د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې په همکارۍ د مرکز څلورو پوهنتونونو او د ولایتونو څلورو پوهنتونونو د محصلانو د چارو آمریتونو کارکوونکو لپاره یو ورکشاپ جوړ کړ ترڅو د کانکور له لارې علمي بنسټونو ته د لار موندونکو محصلانو د اطلاعاتو په مدیریت کې اسانتیا رامنځته شي.
د مرکز له پوهنتونونو څخه او د میدان وردګو، البیروني، پروان او لوګر ولایتونو د لوړو زده کړو بنسټونو ګډونوالو په دغه روزنیزه دوره کې د محصلانو د شاملېدو پر بنسټ د هغوی د ثبت او ارقامو اخیستني، د محصلانو ذاتي چارو (د زېږېدو ځای، تحصیلي موسسه، د شاملېدو او فراغت کال، د تحصیل څانګه او...) میتود او د مسوولانو تر منځ د الکترونیکي مکتوبونو او خبرتیاوو خپرولو میتودونه زده کړل.
د یادونې وړ ده چې د محصلانو چارو ریاست د پوهنتونونو او ډیپارټمنټونو د مدیریت، د محصلانو د ډلو مدیریت او د محصلانو د راپور برخې په رامنځته کولو سره کولای شي چې د پوهنتون، پوهنځي، ډیپارټمنټ، ټولګي، د ازموینې پایلې، حاضرۍ، د کانکور کال، تحصیلي کچې، وضعیت، جنسیت او ... پر بنسټ کره شمېرې یا ارقام ولري او ثبت او تنظیم یې کړي.