د لوړو زده کړو وزیر د ترکیې هېواد د یالووا ولایت له والي سره وکتل

baqir_admin
Tue, Jul 06 2021 11:12 AM
g

د لوړو زده کړو وزیر دوکتور عباس بصیر «په پانګونه او بنسټيزه پراختیا کې د پوهنتونونو رول» کنفرانس په پای کې چې په یالووا ولایت کې جوړ شوی و، د دغه ولایت له والي سره وکتل او دواړو اړخونو د اکاډمیکو همکاریو او علمي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وکړې او له یوبل سره يې نظرونه شریک کړل.

د لوړو زده کړو وزیر د یالووا والي څخه له دې امله مننه وکړه، چې په کنفرانس کې له ګډونوال افغاني پلاوي ښه مېلمه‌پالنه وکړه او د دغه کنفرانس د بریا مبارکي یې ده او د ترکیې دولت ته وویله. هغه هیله څرګنده کړه چې د کنفرانس بل پړاو په افغانستان کې تر سره شي او د لا ډېرو اکاډمیکو اړیکو او همکاريو د جلب لامل شي.

همدارنګه د لوړو زده کړو وزیر د یالووا ښار پرمخګتونه په ځانګړي ډول چاپېریال، زرغونتیا او د سیلانیانو جلبول وستایل.

د یالووا والي هم په یاد کنفرانس کې د لوړو زده کړو وزیر له ګډون څخه خوښي وښوده او د دواړو اړخونو د تحصیلي بنسټونو تر منځ یې د علمي همکاریو او تجروبو شریکولو ژمنه وکړه.

په دې لیدنه کې دواړو اړخونو، د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ د ښو او تاریخي اړیکو او دوستۍ یادونه وکړه او د اړیکو پر دوام او ګډو همکاریو یې ټینګار وکړ.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS