د لوړو زده کړو سرپرست وزیر سره د ترکیې پلاوي ناسته ترسره کړه

Akmal_admin
Sun, Mar 13 2022 3:42 PM
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر سره د ترکیې پلاوي ناسته ترسره کړه

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر سره د ترکیې پلاوي ناسته ترسره کړه.

یکشنبه، ۲۲ کب ۱۴۰۰
په دې ناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخوا، د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه او د ترکیې د YTB ریاست مرستیال سید یوسف، تعلیمي مشاور جنګیز ای دمیر، پروفیسور رمضان جوشګون او د ترکیې د معارف بنسټ د افغانستان د څانګې رئیس صالح ساغر ګډون کړی وو.

په دې ناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني وویل، د هېواد پرمختګ د دیني او عصري علومو معیاري کولو پورې تړلي دي او په دې برخه کې یې د ترکیې همکاري ځکه اړینه وبلله چې ترکیه د اسلامي اُمت قیادت لري.
سرپرست وزیر دغه راز زیاته کړه، د ترکیې بورسونو ته ځکه خوشبین یوو، چې کومه سیاسي موخه نه لري او د تېر په نسبت به بورسونه په شفاف ډول وړ کسانو ته ورکول کېږي.
همدارنګه ښاغلي حقاني، د محصلینو، استادانو او دوه اړخېزه تحصیلي همکاریو غوښتنه وکړه.

بل لورته د YTB ریاست مرستیال سید یوسف د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکولو ترڅنګ وویل، په تحصیلي برخه کې زموږ او ستاسې موخه یوه ده، خو اوس ځیني ستونزې شته چې په ګډه به یې حلوو.
دغه راز نوموړي د افغان محصلینو لپاره د لېسانس، ماسټرۍ او دوکتورا ترکچې د بورسونو ورکړې ژمنه وکړه.

د یادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر تر دې وړاندې هم د ترکیې له یو شمیر مسؤلینو سره ناستې ترسره کړې دي، چې ګټورې وي.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS