د لوړو زده کړو وزارت کارکوونکي انجنیر سیلاب، د خپلو ورځنیو کارونو تر څنګ، د انټرنېټ نښلولو په قابلیت سره یو قلم، ډرون کمره او داسې نقلیه وسیله جوړه کړې، چې انټرنېټ ورسره وصلیږي، عکاسي او فلمبرداري کوي

Akmal_admin
Mon, Apr 04 2022 5:34 AM
انجنیر سیلاب کارمند وزارت تحصیلات عالی، در کنار کار های روز مره خود، توانسته است که یک وسیله نقلیه با قابلیت اتصال به انترنت و توانایی فلمبرداری و عکاسی، قلم و کمره درون بسازد.

1443/9/2 1401/1/15
د لوړو زده کړو وزارت کارکوونکي انجنیر سیلاب، د خپلو ورځنیو کارونو تر څنګ، د انټرنېټ نښلولو په قابلیت سره یو قلم، ډرون کمره او داسې نقلیه وسیله جوړه کړې، چې انټرنېټ ورسره وصلیږي، عکاسي او فلمبرداري کوي.
د یاد خلاق ځوان نقلیه وسیله د لېږند تلیفون په وسیله کنټرولیږي، د انځور اخیستلو او انټرنېټ سره نښلولو توان لري او په دغه نقلیه وسلیه کې د موبایل له بټرۍ څخه استفاده شوې ده.

dd

 
انجنیر سیلاب وايي؛ که اسانتیاوې ورته برابرې شي، د خپلو لاسته راوړنو پر بنسټ ځوانان زده کړو ته هڅولی او د غوره خدماتو وړاندې کولو په برخه کې ډېر کار کولی شي. 
د لوړو زده کړو وزارت کارکوونکی انجنیر سیلاب وايي، چې د ده په لاس جوړ شوی قلم تر لرې واټن پورې له ځیرک ټلیفون سره د نښلولو توان لري او په مختلفو موضوعاتو کې کارول کېږي.

dd

 
لاسي ساعت یې بله هغه وسیله ده، چې نوموړی یې په اړه وایي چې په کم لګښت یې جوړ کړی او له ټلیفون سره د نښلولو په صورت کې د زنګ ورتلو توان لري. 
انجنیر سیلاب له ځوان نسل څخه غواړي، چې بهرنیو هېوادونو ته مهاجر نه شي او په خپلو زده کړو کې لا ډېرې هڅې وکړي.

kl

 
د لوړو زده کړو وزارت کارکوونکی انجنیر سیلاب د ا.ا.ا له مسؤلانو غواړي، چې د ځوانانو لپاره د کار زمینه برابره کړي، تر څو له یوه اړه ځوانان بوخت شي او له بله  اړه په هېواد کې د فقر کچه راټیټه شي. 
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د انجنیر سیلاب جوړ شوي رباټونه وکتل او هغه یې په دغه برخه کې لا ډېرو کارونو ته وهڅاوه.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS