د لوړو زده کړو وزارت کارکوونکي انجنیر سیلاب، د خپلو ورځنیو کارونو تر څنګ، د انټرنېټ نښلولو په قابلیت سره یو قلم، ډرون کمره او داسې نقلیه وسیله جوړه کړې، چې انټرنېټ ورسره وصلیږي، عکاسي او فلمبرداري کوي
1443/9/2 1401/1/15
د لوړو زده کړو وزارت کارکوونکي انجنیر سیلاب، د خپلو ورځنیو کارونو تر څنګ، د انټرنېټ نښلولو په قابلیت سره یو قلم، ډرون کمره او داسې نقلیه وسیله جوړه کړې، چې انټرنېټ ورسره وصلیږي، عکاسي او فلمبرداري کوي.
د یاد خلاق ځوان نقلیه وسیله د لېږند تلیفون په وسیله کنټرولیږي، د انځور اخیستلو او انټرنېټ سره نښلولو توان لري او په دغه نقلیه وسلیه کې د موبایل له بټرۍ څخه استفاده شوې ده.
انجنیر سیلاب وايي؛ که اسانتیاوې ورته برابرې شي، د خپلو لاسته راوړنو پر بنسټ ځوانان زده کړو ته هڅولی او د غوره خدماتو وړاندې کولو په برخه کې ډېر کار کولی شي.
د لوړو زده کړو وزارت کارکوونکی انجنیر سیلاب وايي، چې د ده په لاس جوړ شوی قلم تر لرې واټن پورې له ځیرک ټلیفون سره د نښلولو توان لري او په مختلفو موضوعاتو کې کارول کېږي.
لاسي ساعت یې بله هغه وسیله ده، چې نوموړی یې په اړه وایي چې په کم لګښت یې جوړ کړی او له ټلیفون سره د نښلولو په صورت کې د زنګ ورتلو توان لري.
انجنیر سیلاب له ځوان نسل څخه غواړي، چې بهرنیو هېوادونو ته مهاجر نه شي او په خپلو زده کړو کې لا ډېرې هڅې وکړي.
د لوړو زده کړو وزارت کارکوونکی انجنیر سیلاب د ا.ا.ا له مسؤلانو غواړي، چې د ځوانانو لپاره د کار زمینه برابره کړي، تر څو له یوه اړه ځوانان بوخت شي او له بله اړه په هېواد کې د فقر کچه راټیټه شي.
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د انجنیر سیلاب جوړ شوي رباټونه وکتل او هغه یې په دغه برخه کې لا ډېرو کارونو ته وهڅاوه.