د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د دغه وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ له رئیس او کارکوونکو سره د لیدنې پر مهال، د هغوی د فعالیتونو راپور واورېد او د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه یې لازمې سپارښتنې ورته وکړې.

Akmal_admin
Sat, Apr 09 2022 9:13 AM
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د دغه وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ له رئیس او کارکوونکو سره د لیدنې پر مهال، د هغوی د فعالیتونو راپور واورېد او د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په موخه یې لازمې سپارښتنې ورته وکړې.

۱۴۴۳/۹/۷
۱۴۰۱/۱/۲۰

په دغه ناسته کې، چې د قرانکریم په مبارکو ایاتونو سره پیل شوه، د لوړو زده کړو وزارت مالي او  اداري معین د کارونو د بریا رمز په ښه نیت او صادقانه کار کې وباله. 
وروسته د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس د یاد ریاست د معرفي کولو تر څنګ، د کار د بڼې، لاسته راوړنو، راتلونکو پروګرامونو، ستونزو او حلارو په اړه معلومات وړاندې کړل. 
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د فعالیتونو او لاسته راوړنو د راپور له اورېدو وروسته، د یاد ریاست د کړنو ستاینه وکړه، د انټرنېټي پروژو پر کیفیت، په لوړو زده کړو وزارت پورې اړوندو سایټونو او اېمېلونو د څارنې او پوره امنیت په اړه خبرې وکړې او د ټکنالوژۍ د ځواکمنتیا لپاره یې د هر ډول همکارۍ ژمنه ورسره وکړه. 
یاده ناسته د لوړو زده کړو د چارو ځواکمنتیا او دایمي ثبات لپاره، د خیر په دعاء سره پای ته ورسېده.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements

Latest news

Sun, Aug 17 2025 10:18 AM
Background image

Minister of higher education participates in graduation ceremony of 620 student at Bamyan University and inaugurates several projects

During his official visit to Bamyan province, the honorable Minister of Higher Education, Sheikh-ul-Hadith Mawlavi Neda Mohammad Nadeem, participated in the graduation ceremony of 620. . .

BACK TO NEWS