د کابل پوهنتون د علمي کادر بستونو خبرتیا !
Closing Date
کابل پوهنتون د دویم او درېیم ځل لپاره په لاندې څانګو کې د ۱۴۰۲هـ.ش کال لپاره د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه علمي کادرونو ته اړتیا لري.
د کمپیوټرساینس پوهنځی؛
• معلوماتي ټکنالوژۍ ډیپارټمنټ ( ۱) بست. دویم ځل لپاره (دکتور او ماسټر).
• معلوماتي سیسټمونو ډیپارټمنټ ( ۱) بست. دویم ځل لپاره (دکتور او ماسټر).
د انجنیري پوهنځی؛
• میخانیک انجنیري ډیپارټمنټ (۳) بسته. درېیم ځل لپاره (دوکتور، ماسټر او لېسانس).
داوطلبان کولای شي، چې د ۱۴/۱۲/۱۴۰۲هـ.ش څخه تر ۲۴/۱۲/۱۴۰۲هـ.ش پورې یادو علمي کادر بستونو ته د نوم لیکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شمولیت فورمه) ډکې کړي، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ او د وزارت له ویبپاڼې څخه د همدې اعلان کاپي چې (د لوړو زده کړو وزارت نشراتو ریاست یا د یاد پوهنتون لخوا تایید وي) او د خپلې تذکرې له کاپي سره یوځای اړونده پوهنتون ته وسپاري.