د لوړو زده کړو د خصوصي لوړو زده کړو د موسسو او پوهنتونونو تبديلي
د خصوصي لوړو زده کړو موسسو او پوهنتونونو د زده کړیالانو تبديلي، د محصلانو چارو معينيت شورا د ۸/۹/۱۳۹۹ مې نېټې له پرېکړې او د ليسانس دورې له مقررې سره سم په لاندې شرایطو سره کېدای شي:
محصل په خپله تحصيلي دوره کې يو ځل د تبديلۍ حق لري، که يې مخکې تبديلي اخيستې وي بيا د تبديلۍ حق نلري.
تبديلي په عين ولايت کې د تحصيلي کال په پای کې نشي اخيستی.
د تحصيلي دورې په وروستي کال له موسسې څخه پوهنتون ته تبديلي نشي اخيستی.
تبديلي يوازې په عين څانګه، ټولګي او سمسټر کې کېدای شي.
هغه زدهکړیال چې په لومړني پوهنتون کې یې دوه مضمونونو کې کرېډیټ نه وي پوره کړي؛ تبدیلي نشي کولای
نوي شامل شوي محصلين چې د ۱۳۹۹لمريز کال د کانکور له لارې جذب شوي وي، تبديلي د ۱۴۰۰ لمريز کال د ثور په مياشت کې کوی شي.
يادونه: د تبدیلۍ فورمه له ۶/۱۰/۱۳۹۹ نېټې څخه پيل او په ۳۰/۱۰/۱۳۹۹نېټه پای مومي، د تبديلي غوښتونکي کولای شي هره ورځ له ټاکل شوې نېټې مخکې، د لوړو زده کړو وزارت د پذيرش له دفتر څخه د تبديلي فورم واخلي.
لوړو زده کړو وزارت