د پژواک د غیر قانوني لوړو زده کړو مؤسسې د مشکلاتو حل د پروسې په هکله د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا

Akmal_admin
د پژواک د غیر قانوني لوړو زده کړو مؤسسې د مشکلاتو حل د پروسې په هکله د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا

د پژواک د غیر قانوني لوړو زده کړو مؤسسې د مشکلاتو حل د پروسې په هکله د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!

داچې د پژواک غیر قانوني لوړو زده کړو موسسې د طب پوهنځي د دولسم سمستر د A او B سکشنونو (برخو) د فارغینو د تحصیلي اسنادو ستونزو د حل پروسه، چې د یو شمیر محصلینو د ستونزو او نه رارسېدنې له امله ځنډول شوې وه، یو ځل بیا د یاد سمستر اړوندو محصلینو ته خبر ورکول کېږي، چې د همدې اونۍ د پنجشنبې په ورځ، چې د ۱۴۰۱ هـ کال د حمل میاشتې له ۴ مې نیټې سره سمون لري، د سهار په ۸ اتو بجو د ازموینې ملي ادارې ته حاضر شي.

دغه راز هغه زده کړيالان چې په ټاکل شوي وخت حاضر نشي، د شکایت حق نلري او په راتلونکې کې په یاده پروسه کې نه شاملیږي او د نوموړي سمستر محصل نه ګڼل کيږي.

د یادونې وړ ده، چې په نوموړې پروسه کې ګډون کوونکي محصلین باید له ځان سره د هویت اصلي تذکره يا پاسپورت ولري.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements