د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د صحت عامې برخې د ماسټري پروګرام د نوې دورې لپاره د نوم لیکنې...

Akmal_admin
د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د صحت عامې برخې د ماسټري پروګرام د نوې دورې لپاره د نوم لیکنې

خبرتیا!
د کابل طبي علومو پوهنتون «ابو علي ابن سینا» د صحت عامې برخې د ماسټري پروګرام د نوې دورې لپاره د نوم لیکنې نېټه د ۱۴۰۱ کال، د وري د میاشتې له ۲۲ نیتې څخه شروع کیږي، چې ۲۰ ورځې به دوام وکړي، نارینه غوښتونکي کولای شي، په رسمي وختونو کې، د طبي تحصیلاتو د پراختیا ریاست څخه او ښځینه غوښتونکې کولای شي، چې د نرسنگ پوهنځی له تعمیر ( (ED شعبې څخه د نوم لیکنې فورمې تر لاسه کړي. 
د قبلېـــدو شرطونه:
1.    د معالجوي طب، ستوماتولوژي، صحت عامه، نرسنګ، قابلګي، علوم متمم صحي (ټکنالوژي طبي او انستیزي) او فارمسي پوهنځیو څخه فارغ وي.
2.    د معالجوی طب او ستوماتولوژي پوهنځیو د ۱۳۹۷، ۱۳۹۸، ۱۳۹۹ او ۱۴۰۰ کلونو (Exit Exam) آزموینه ‌یې په بریالیتوب سره پای ته رسولې وي. (د سند درلودل حتمي دي.)
3.    ډیپلوم او ترانسکریپت درلودل، چې د لوړو زده کړو وزارت له لوري تائید شوي وي.( اصلي او د هغې رنګه کاپي)
4.    د لېسانس دورې %۶۵ فیصده نمرو درلودل.
5.    اصلي تذکره او دوه قطعې عکسونه.
6.    په انګلیسي ژبه بلدیت( ځکه د صحت عامې د ماسټري امتحان او دهغې درسونه په انګلیسي ژبه دي.
7.    د ماسټري لپاره د نوم لیکنې د فورم قیمت (۵۰۰) افغانۍ دی. 

نوټ:  د امتحان د ورځې او ځای ټاکلو په اړه به وروسته تاسې ته د آزموینو ملي ادارې لخوا معلومات وړاندې شي.
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements