د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په نوم د جعلي خبرونو د خپرېدو په اړه د لوړو زده کړو وزارت اعلامیه!

Akmal_admin
اعلامیه وزارت تحصیلات عالی در پیوند به نشر اخبار جعلی منسوب به سرپرست وزارت تحصیلات عالی

د ګرانو هېوادوالو او درنو رسنیو د پام وړ!
لکه څرنګه چې تاسو په جریان کې یاست تېره ورځ د خوست او کونړ ولایتونو د پېښو په اړه ځینې څرګندونې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر پورې تړل شوي، چې جعلي او له واقعیته لیرې دي. 
نو ګرانو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي، چې د  لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقـ اني په نوم ټولې جوړې شوې پاڼې جعلي دي او د یو شمېر مغرضو او ورانکارو خلکو او ډلو له خوا د علمي او اکاډمیکو شخصیتونو او بنسټونو د بدنامولو او عامه ذهنونو مغشوشولو په موخه جوړې شوې دي.
د یادونې وړ ده چې دغه فېسبوک پاڼه د لوړو زده کړو وزارت یوازینۍ رسمي پاڼه ده، چې د لوړو زده کړو وزارت ټولې اعلامیې، اطلاعیې او خبرونه له همدې پاڼې خپريږي. 
نو له ټولو هېوادوالو او د رسنیو له مسؤلینو هیله کېږي، چې له دا ډول جعلي پاڼو سره د مخامخ کېدو پر مهال له قضاوت مخکې د لوړو زده کړو وزارت له ویاند او یا د دې وزارت له نشراتو ریاست سره په اړیکه کې شي.
ګران هېوادوال دې خبر وي

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements