تبدیلۍ په اړه د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلانو چارو ریاست خبرتیا!

ameen_admin
dgger

ټاکل شوې ده د ۳۰/۵/۱۴۴۴ چې د ۳/۱۰/۱۴۰۱ نېټې سره برابره ده د شنبې په ورځ د یو خصوصي تحصیلي بنسټ څخه بل خصوصي تحصیلي بنسټ ته د تبدیلۍ د فورمې ویشلو لړۍ پیل شي.
داوطلبان کولای شي د تبدیلۍ فورمه د لاندې شرایطو په نظر کې نیولو سره ترلاسه کړي:
1.هر محصل د خپلې تحصیلي دورې په جریان کې یو ځل د تبدیلۍ حق لري، د یو وار تبدیلۍ لرلو وروسته بیا د تبدیلۍ حق نه لري. 
2. د تحصیلي کال په پای په عین ولایت کې کې تبدیلي نه کېږي.    
3. د تحصیلي کال په پای کې د لوړو زده کړو مؤسسې څخه پوهنتون ته تبدیلي نه ترسره کېږي. 
4. صرف په اړونده ټولګي، سمستر او څانګه کې تبدیلي اجرا کېږي.
5. هغه محصل، چې په لومړني پوهنتون کې له دوه مضامینو څخه زیاتو کې عدم کريډيټ وي، تبدیلي نه شي ترسره کولای.    
د تبدیلۍ د فورمو ویش له ۳۰/۵/۱۴۴۴ هـ ق څخه چې له ۳/۱۰/۱۴۰۱ نېټې سره برابره ده شروع او ۲۶/۶/۱۴۴۴ هـ ق چې د ۲۹/۱۰/۱۴۰۱ هـ ش نېټې سره برابره ده پای ته رسیږي.
داوطلبان کولای شي د ټاکلې نېټې تر پایه د تبدیلۍ فورمه د لوړو زده کړو وزارت له دې ویب سایټ www.mohe.gov.af او یا د لوړو زده کړو وزارت د پذیرش له دفتر څخه ترلاسه کړي.
یادونه: د ښځینه داوطلبانو تبدیلي به تر امر ثاني پورې ځنډیلې وي.

Latest announcements

Sun, Aug 24 2025 6:39 AM
Background image

Call for Papers

National Conference on the Application of Artificial Intelligence for Sustainable Development in Afghanistan. For more details, please visit the link below:

https://mohe.gov.af/sites . . .

Sat, Jul 26 2025 10:06 AM
Background image

Call for Papers

The details of the main and sub-themes are available at the link below:

www.mohe.gov.af/sites/default

Back to announcements