د قرارداد تصمیم نیونې عمومي خبرتیا!

nasir_admin
saasfas

په دې توګه د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په نظر کې لري، چې د لوړو زده کړو وزارت مرکزي دفترونو بنسټيز ترميم د پروژې قرارادا، چې د داوطلبۍ د ( MOHE/1401/W – 006) شمېرې درلودونکی دی د شاه محمود ژوند ساختماني شرکت ته چې د جواز نمبر یې ((D-39799 دی او د افغانستان، هلمند، لښکر ګاه د حاجي عبيدي مارکيټ کې موقعیت لري په (4740780) څلور میلیونه اووه سوه څلويښت زره اووه سوه اتیا افغانۍ مجموعې قيمت ورکوي.
په دې تړاو حقیقي او حکمي اشخاص که اعتراض لري، کولی شي خپل لیکلی اعتراض له دلایلو سره د اعلان د نشر نیټې څخه تر اوو ۷ نورو ورځو پورې، د تدارکاتو د ۵۰ مې مادې مطابق، د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته چې د څلورمه کارته، د کابل پوهنتون ترڅنګ واقع دی وسپاري.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۳/۱/۴ - ۸:۱۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو اړوند اداري بستونو د تحریري ازموینې د پایلو اعلان جدول له لاندې لینک څخه ترلاسه کولای شئ.

 

 

لینک
نوټ: هغه کسان چې په تحریري ازموینه کې بریالي شوي د دغه وزارت بشري سرچینو ریاست له لوري به د مصاحبې (انټرویو) لپاره راوغوښتل شي.

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۵:۲۷
Background image

د عالمیې مرحلې د متفرقه ازموینې په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!


د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو لوی ریاست په پلان کې لري، چې د ټولو هغو علماء کرامو څخه چې د عالمیې مرحلې د اسنادو د ارزونې او معادلت په موخه د شعبان المعظم میاشتې د . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۹ - ۷:۲۰
Background image

د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا ! 


په دې توګه د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د څېړني، تاليف او ژباړې ریاست کمپيوټرونو او برښنا ذخیرې تهیه . . .

Back to announcements