د ټولو خصوصي پوهنتونونو محترمو رئیسانو او مؤسسینو ته!

Akmal_admin
د ټولو خصوصي پوهنتونونو محترمو رئیسانو او مؤسسینو ته!

اَلسَلامُ عَلَيْڪُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ!

هيله ده، چې خوښ، خوشحاله او د ژوند په ټولو ديني او دنیوي چارو کې به بریالي یاست

محترمو! د کورونا ویروس دخپریدواو وروستیو تحولاتو له امله د روان سمستر درسونه له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوي دي، په زیاتره خصوصي پوهنتونونو کې درسونه رخصت او په ځینو کې بیا په آنلاین بڼه روان وو. دغو رخصتیو په کورنیو عوایدو، کار او روزګار باندې زیاته منفی اغیزه کړې ده، له دی امله دیادو پوهنتونونومحصلانو د وزارت له مشرتابه څخه دروان تدریسی سمستر په فیسونوکی د تخفیف غوښتنه کړیده .

په همدې اساس که چېرې د روان سمستر په فیسونو کې د محصلینو لپاره د پام وړ تخفیف وشي، زیاته مهرباني به مو وي.

والسلام

د لوړو زده کړو وزارت

٢٧ سنبله / ۱۴۰۰ هـ ل

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۶:۲۹
Background image

د مقالو غوښتلو خبرتیا

  د مقالو غوښتلو خبرتیا

(د افغانستان دوامدار پرختیا لپاره د مصنوعي ځرکتیا څخه د ګټی اخیستنې ملی کنفرانس) 

نور جزئیات په لاندي لینک کي:

https://mohe.gov.af/sites/default/files . . .

Back to announcements