خبرتیا !

eshaq_admin
tyertreter

دلوړو زده کرو وزارت اړوند د عبدالله بن مسعود(رض) جامعه په پام کې لري، چی د (۱۴۰۲)لمریز کال تخصص فی الافتاء والقضاء څانګې لپاره نوي فاضلان جذب کړي.
علاقمندان کولای شي له چهارشنبه (۲۰/۲/۱۴۰۲ ) نېټې څخه تر پنج شنبې(۲۸/۲/۱۴۰۲) نېټې پوري هر  سهار له (۸:۳۰) بجوڅخه تر  ماسپیښین (۴) بجو پوري نوم لیکنه وکړي.

د داخلي شرایط:
•    د لویې دورې سند درلودل.
•    دشرعیاتو پوهنځي هغه فارغان چي پوهنتونونو ته له دارالعلوم څخه ورغلي وي او یا هم وړه دوره ولري. او د لېسانس دورې فیصدې تر(٪۷۰) کمه نه وي.
•    عربي ژبې سره بلدتیا لرل.
•    د تابعیت تذکري اصل او کاپي.
•    څلور قطعې عسکونه (سپین بګراونډ)
•    په تقریري او  تحریري ازموينه کي کامیابي.
•    ضمانت خط
•    وروسته له کامیابۍ څخه جامعه کې شپه او ورځ پاته کیدل.
•    دنوم لیکنې فورمې قیمت (۵۰۰) افغانۍ 

آدرس:
کابل، درېیمه ناحیه، دهبوري سېمه د کابل پوهنتون لودېځ طرف د عبدالله بن مسعود(رض) جامعه
داړیکو شمېرې:       ۰۷۸۶۱۸۶۰۱۲    -     ۰۷۰۲۴۲۳۰۶۵       -       ۰۲۰۲۵۰۱۵۲۳

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۶:۲۹
Background image

د مقالو غوښتلو خبرتیا

  د مقالو غوښتلو خبرتیا

(د افغانستان دوامدار پرختیا لپاره د مصنوعي ځرکتیا څخه د ګټی اخیستنې ملی کنفرانس) 

نور جزئیات په لاندي لینک کي:

https://mohe.gov.af/sites/default/files . . .

Back to announcements