د قرارداد ورکولو تصميم نيونې خبرتیا!

ameen_admin
kjshdfjksdkjf

 

په دې توګه د تدارکاتو قانون د (43) مادې د (2) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري د کندهار د تخصصاتو ریاست د ابراهیم النخي (رح) جامعې د داخلي شبکې جوړولو او د کندهار د کرنې پوهنتون د وایرلس شبکې جوړولو پروژې د دوه لاټو قرارداد د محترم عبدالرووف حمیدي ساختماني او لوژستیکي خدمتونو شرکت ته، چې د جواز نمبر یې (585607) دی، د کابل مرکز، تهیه مسکن نود فامیلی17 ناحیه  کې موقعيت لري، اول لاټ یې په ټول (1,427,000) یو میلیون څلور سوه اووه ویشت زره افغانيو په قيمت او دویم لاټ یې په ټول (965,400) نهه سوه پنځه شپیته زره څلور سوه افغانیو په قیمت ورکړي.
په دې تړاو حقیقي او حکمي اشخاص که اعتراض لري، کولی شي خپل لیکلی اعتراض له دلایلو سره د اعلان د نشر نېټې څخه تر اوو (۷) کاري ورځو پورې، د تدارکاتو د 50 مې مادې مطابق، د لوړ زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې په څلورمه کارته کابل ـ افغانستان کې واقع دی، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون یا قرارد معنی نه لري، د پورته ذکر شویو وختونو تر بشپړیدو او د بعدي قانوني مراحلو طی کولو پورې قرارد نه ترسره کېږي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۶:۲۹
Background image

د مقالو غوښتلو خبرتیا

  د مقالو غوښتلو خبرتیا

(د افغانستان دوامدار پرختیا لپاره د مصنوعي ځرکتیا څخه د ګټی اخیستنې ملی کنفرانس) 

نور جزئیات په لاندي لینک کي:

https://mohe.gov.af/sites/default/files . . .

Back to announcements