د بنګلدېش هیواد د اسيايي پوهنتون بورسونه چې د وضع شوو شرایطو په پام کې نیولو سره د (۵۱) ښځينه وو له پاره دي، د نوم ليکنې خبرتیا

Akmal_admin
MOHE

د برک موسسې په غوښتنه د (۵۱) هغو ښځینه متقاضيانو له پاره چې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله يې اسیایي پوهنتون ته د تحصیلي بورسونو سندونه اجراء شوي نه وواو د یاد پوهنتون له خوا هم په ازموینو کې د ګډون لپاره ټاکل شوې وو خبر ورکول کیږی په هغه صورت کې لاندې سندونه بشپړ کړي؛

- د ښوونځې شهادتنامه

- د تابعیت تذکره

- د بورس ورکونکې مرجع فورم بشپړول

په عین حال کې لاندې شرایط هم باید ولري

 د مرکز او ولايتونو له ليسو څخه ښځينه متقاضيان چې له ۱۳۹۳لمريز کال څخه تر ۱۳۹۷لمريز کال پورې فارغ شوي وي او د ښوونځي د ثانوي دورې د درې کلنو نومرو سلنه يې له ۷۰ کمه نه وي.

- د متقاضيانو بايد انګرېزي ژبه زده وي چې هم په شفاهي او هم په ليکلي ډول ازموينه ورکړای شي.

دوی کولای شي د نورو فورمونو د ترلاسه کولو لپاره د لوړو زده کړو وزارت د عمومي پذیرش ۲۱مې غرفې ته مراجعه وکړي او فورمونه دې له ډکولو وروسته تر ۲۳/۷/۱۳۹۹ نیـټي پورې بیرته وسپاري، له ټاکل شوې نیـټي وروسته د نوماندو سندونه په هیڅ ډول نه منل کیږي. د یادونې وړ ده چې په یادو بورسونو کې یوازې هغه متقاضیان نوم ليکی شي چې نومونه یې له دې خبرتیا سره يو ځای شوي وي او په پورته شرایطو برابر وي. د یو تن هغه نوماند چې تر دې وړاندې د تاجکستان په بورسونو کې معرفي شوی و له ليست څخه پاک شوی دی.

 

د نوماندو د نومونو د موندنې له پاره دلته کلیک وکړئ.

 

Latest announcements

چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۶ - ۴:۵۹
Background image

د بنګلدېش هیواد د اسيايي پوهنتون بورسونه چې د وضع شوو شرایطو په پام کې نیولو سره د (۵۱) ښځينه وو له پاره دي، د نوم ليکنې خبرتیا

د برک موسسې په غوښتنه د (۵۱) هغو ښځینه متقاضيانو له پاره چې د کرونا ویروس د خپرېدو له امله يې اسیایي پوهنتون ته د تحصیلي بورسونو سندونه اجراء شوي نه وواو د یاد پوهنتون له خوا هم په . . .

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۸ - ۷:۵۰
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلينو د چارو رياست خبرتیا

 ټولو هغو کسانو ته چې په کانکور ازموينه کې يې له ګډون وروسته د ازموينو د ملي ادارې له لوري د خصوصي عالي تحصيلاتو په موسسو کې د زده کړو په شرایطو برابر بلل شوي، خبر ورکول کیږي چې په هر . . .

پنجشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۷ - ۹:۷
Background image

د جاپان هیواد د GRIPS پوهنتون ماسټرۍ او دوکتورا پروګرامونو لپاره د نوم لیکنې خبرتیا!

د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت د جاپان په معتبر پوهنتون (د پالیسي مطالعاتو لپاره د لوړو زده کړو ملي انسټیټوټ) (GRIPS)کې د ماسټرۍ او دکتورا پروګرامونو د نوم لیکنې خبر ورکړی دی.

د . . .

Back to announcements