د قرارداد ورکولو تصميم نېونې خبرتیا !  

ameen_admin
hghgghhfhhfd


په دې توګه د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د(2) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د څلورو لاټونو په ګډون د کابل پوهنتون ( کيما، فزيک، بيولوژي او رياضي) پوهنځیو د ساينسي برخو لابراتواري توکو، وسايلو او تجهيزاتو تهیه او تدارک پروژې دويم لاټ، د المهدي دایکندي د لوژيستکي خدمتونو شرکت ته، چې د (73455)شمېره جواز لرونکی دی او د دایکندي ولایت، نيلي بازار  د نيلي ابوالفضل مسجد ترڅنګ موقعيت لري، په(6,498,030) افغانيومجموعي قيمت ورکړي . 
په دې تړاو حقیقي او حکمي اشخاص که اعتراض لري، کولی شي خپل لیکلی اعتراض له دلایلو سره د اعلان د نشر نېټې څخه تر اوو (۷) کاري ورځو پورې، د تدارکاتو د ۵۰ مې مادې مطابق، د لوړو زده کړو وزارت تدارکاتو رياست ته وسپاري.
دا خبرتیا د تړون یا قرارد معنی نه لري، د پورته ذکر شویو وختونو تر بشپړیدو او د بعدي قانوني مراحلو طی کولو پورې قرارد نه ترسره کېږي.

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۷:۳۵
Background image

داوطلبۍ فرصتونو ته د خصوصي سکتور لاسرسي پروګرام په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!

د لوړو زده کړو محترم وزارت په همکارۍ د ملي تدارکاتو ریاست په پام کې لري چې پر لیکه (آنلاین) د خصوصي سکتور اړوند محترمو شرکتونو ته داوطلبۍ فرصتونو ته د لاسرسي پروګرام پر لاره واچوي.
ټول . . .

Back to announcements