د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر د رسمي سفر په ترڅ کې د تخار پوهنتون له استادانو سره ناسته وکړه او د هغوی وړاندیزونه او ستونزي يې واورېدې.

eshaq_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۷/۶ - ۸:۲
rgfsdfds

په یاده ناسته کې د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب وويل: « موږ ته خپل کدرونه ارزښت لري او هر ډول همکاري ته یې ژمن یو. دغه راز نوموړي وویل، چې هغه استادان چې افغان ځوانانو ته د درس ورکولو په برخه کې حریص او لیواله دي؛ موږ یې ملاتړ کوو او هر ډول درسي امکانات په واک کې ورکوو ترڅو د محصلینو سالمه روزنه وکړي.»
وروسته د یاد پوهنتون مشرتابه او استادانو سرپرست وزیر ته ښه راغلاست ووایه او خوښي يې وښوده چې سرپرست وزیر له یاد پوهنتون څخه له نږدې لیدنه وکړه او د دوی اړوندو مشکلاتو او وړانديزونو اورېدلو ترڅنګ یې په یاد پوهنتون کې پنځه بېلابېلې پروژې افتتاح کړې.
همدارنګه سرپرست وزیر هم د ستونزو د حل ډاډ ورکړ او په اړونده چارو کې یې لازمې سپارښتنې ورته وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۵:۱۷
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب درې ورځنی داخلي کنفرانس» د مقالو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد

 

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کاپیسا په البیروني پوهنتون کې پیل شوی درې ورځنی داخلي کنفرانس په اختتامیه مراسمو سره، چې د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د لوړو زده کړو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۴:۸
Background image

د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس په دویمه ورځ ۳۶ مقالې وړاندې شوې

 

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» په دویمه ورځ د استادانو او څېړونکو له لوري د یاد پوهنتون په دوو تالارونو کې ۳۶ علمي ـ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۱:۰
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» پیل شو

 

د یاد درې ورځني داخلي کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د صنعت او سوداګرۍ وزير، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د کاپیسا ولایت مرستیال والي، د صنعت او تجارت او لوړو. . .

BACK TO NEWS