د لوړو زده‌ کړو سرپرست وزیر شمال زون ته د رسمي سفر په ترڅ کې د سمنګان لوړو زده‌ کړو مؤسسې له استادانو سره د ناستې تر څنګ، د یادې مؤسسې څو بېلابېلې پروژې ګټې اخستنې ته وسپارلې.

eshaq_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۹ - ۹:۱۴
rsaergt

په یاده ناسته کې د لوړو زده‌ کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب استادان وحدت او ورورولۍ ته راوبلل او ویې ویل چې د تحصیلي بنسټونو پرمختګ د استادانو تر منځ په وحدت او علمي همکارۍ پورې تړلی دی.
وروسته د یاد پوهنتون مشرتابه او استادانو سرپرست وزیر ته ښه راغلاست ووایه او د یاد پوهنتون ستونزې او وړاندیزونه یې ورسره شریک کړل. 
همدارنګه د سرپرست وزیر له لوري د ستونزو د حل او غوښتنو د پوره کولو ډاډ  ورکړل شو او په اړوندو چارو کې یې لازمې سپارښتنې ورته وکړې.
د یادوني وړ ده چې سرپرست وزیر د سمنګان لوړو زده‌ کړو مؤسسې د احاطې دروازه او د څېړنې مرکز پرانيسته هم وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۵:۱۷
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب درې ورځنی داخلي کنفرانس» د مقالو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد

 

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کاپیسا په البیروني پوهنتون کې پیل شوی درې ورځنی داخلي کنفرانس په اختتامیه مراسمو سره، چې د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د لوړو زده کړو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۴:۸
Background image

د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس په دویمه ورځ ۳۶ مقالې وړاندې شوې

 

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» په دویمه ورځ د استادانو او څېړونکو له لوري د یاد پوهنتون په دوو تالارونو کې ۳۶ علمي ـ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۱:۰
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» پیل شو

 

د یاد درې ورځني داخلي کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د صنعت او سوداګرۍ وزير، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د کاپیسا ولایت مرستیال والي، د صنعت او تجارت او لوړو. . .

BACK TO NEWS