د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې د محصلانو فراغتغونډه کې ګډون وکړ.

ameen_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۱:۲۸
dfdssdsdfdsf


په دغې فراغتغونډه کې چې د کابل پوهنتون په تالار کې جوړه شوې وه، د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم ټولو فارغانو ته مبارکي وویله او راتلونکو مسؤلیتونو ته یې متوجه کړل.
هغه فارغانو ته په خطاب کې وویل، دا ستاسو مسؤلیت دی چې څه مو زده کړي، د نورو د خیر لپاره یې استعمال کړئ او نورو افغانانو ته یې ورسوئ.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر همدا راز زیاته کړه: «پر تاسو د دې هېواد سرمایه مصرف شوې، د دیني او افغاني وجدان له مخې د دې ملت خدمت وکړئ او له خپل هېواد او خلکو سره وفادار پاتې شئ.»
سرپرست وزیر همدارنګه دیني او عصري زده کړې جدي اړتیاوې وبللې او له ځوانانو یې وغوښتل چې په دواړو برخو کې د اسلام احیا په نظر کې ونیسي.
نوموړي فارغان لوړو زده کړو ته وهڅول او ډاډ یې ورکړ، چې د لوړو زده کړو په برخه کې به ورته اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.
تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره دوه کلن تعليمي سیستم لري چې په مسلکي او تخنیکي برخو کې مسلکي کسان روزي.
د یادونې وړ ده چې له دغې ادارې څخه سږ کال ۱۳ سوه زده کوونکي فارغ شول، چې د فراغت په مراسمو کې یې د ا.ا.ا د کابینې غړو، د فارغانو کورنیو او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۴:۲
Background image

فراه پوهنتون کې د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ویالو کېندلو او جوړولو چارې پیل شوې

فراه پوهنتون کې د ۷۰۰ مترو په اندازه دوه طرفه ویالې، چې ۸۰ سانتي متره عرض او یو متر لوړوالی لري، د جوړېدو چارې پیل شوې.
د دې ویالو په جوړېدو شاوخوا ۹ میلیونه ۹۸۳ زره افغانۍ لګښت راځي،. . .

BACK TO NEWS