د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د تحصیلي بنسټونو او ديني جامعاتو څخه د لیدنو په لړ کې د پکتیا ولایت د عبدالله بن مبارک (رحمه الله) له دیني جامعې څخه لیدنه وکړه

ameen_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱ - ۱۴:۱۱
Hsjjskeooslkmko

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د یادې جامعې څخه د لیدنې ترڅنګ په هغه غونډه کې چې د عبدالله بن مبارک (رحمه الله) رهبري پلاوي، پکتیا مرستیال والي، د استیناف محکمې، نظامي محکمې او د علماوو شورا رئیسانو، د جهادي مدرسې مهتمم، د امربالمعروف او نهي عن المنکر رئیس او نورو مشرانو هم په کې ګډون کړی و د تخصصاتو او دیني جامعاتو په اهمیت او اړتیا خبرې وکړې.

 

دغه راز سرپرست وزیر وویل: «په اوسنيو شرایطو کې زموږ ټولنه ديني متخصصينو ته جدي اړتيا لري او دې برخې ته پاملرنه ډېره مهمه او اړینه ده.»

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د عبدالله بن مبارک (رحمه الله) د تدریسي کیفیت د ښه والي او لوړولو په برخه کې د یادې جامعې د رهبرۍ له پاملرنې څخه د مننې ترڅنګ له هغوی څخه وغوښتل چې له مفتیانو او قاضیانو د تخصص په برخه کې همکاري وکړي.

 

محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم همداراز له فاضلانو وغوښتل چې د خپل دیني علم په ترلاسه کولو کې لا زیات کار وکړي، د قضاء او افتاء په برخه کې خپل تخصص ترلاسه کړي او د خپلو خلکو د خدمت مصدر وګرځي.

 

همدارنګه په دې غونډه کې نورو ویناوالو د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر څخه پکتیا ولایت ته د سفر له امله مننه وکړه او د خپلو فعالیتونو او پروګرامونو په اړه یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.

 

د یادولو وړ ده چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم له دې وړاندې هم د تحصیلي بنسټونو او دیني جامعاتو د مسؤلینو، علماوو، استادانو او محصلینو د غوښتنو، ستونزو او وړاندیزونو اورېدو په موخه بامیان، کاپیسا، دایکندي، غور او خوست ولایتونو ته سفرونه کړي وو.

نېټه: سه شنبه

۱۴۴۶ هـ.ق د ربیع الثاني ۱۹ مه

۱۴۰۳ هـ.ش د عقرب ۱

۲۰۲۴م د اکتوبر ۲۱ مه

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۵:۱۷
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب درې ورځنی داخلي کنفرانس» د مقالو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد

 

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کاپیسا په البیروني پوهنتون کې پیل شوی درې ورځنی داخلي کنفرانس په اختتامیه مراسمو سره، چې د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د لوړو زده کړو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۴:۸
Background image

د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس په دویمه ورځ ۳۶ مقالې وړاندې شوې

 

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» په دویمه ورځ د استادانو او څېړونکو له لوري د یاد پوهنتون په دوو تالارونو کې ۳۶ علمي ـ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۱:۰
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» پیل شو

 

د یاد درې ورځني داخلي کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د صنعت او سوداګرۍ وزير، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د کاپیسا ولایت مرستیال والي، د صنعت او تجارت او لوړو. . .

BACK TO NEWS