د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون علمي شورا کې د ګډون تر څنګ، د استادانو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د کابل پوهنتون د علمي شورا ناسته کې، په داسې حال کې د دغه پوهنتون مشرتابه پلاوي هم حضور درلود، د پوهنځيو رییسانو، د څانګو امرینو او استادانو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په یاده شورا کې وویل چې لوړو زده کړو وزارت د هېواد ټولو برخو لپاره مسلکي قوه روزي او د ځوانانو پر مسلکي، فکري او عقیدوي روزنې یې ټینګار وکړ.
محترم شیخ صاحب وویل: «د استادانو پرمختګ او مسلکیتوب راته لومړیتوب لري او په دې برخه کې، د خپل توان تر کچې، هر ډول همکارۍ ته چمتو یم.»
همدارنګه د یاد پوهنتون د پوهنځيو رییسانو او څانګو امرینو خپلې ستونزې او وړاندیزونه د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر سره شریکې کړې، چې د محترم شیخ صاحب له لوري د پوره همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
نېټه: شنبه
۱۴۴۶هـ.ق، د ذوالقعدې ۵مه
۱۴۰۴هـ.ش، د ثور ۱۳مه
۲۰۲۵م، د مې ۳مه