د لوړو زده کړو سرپرست وزیر لوګر لوړو زده کړو مؤسسه کې د ٦٦ میلیونه افغانیو په ارزښت اته بېلا بېلې پروژې پرانیستې

ameen_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۳ - ۱۲:۱۲
15512000021

په یادو پروژو کې د دغې مؤسسې د احاطوي دېوال او عمومي دروازې د پاتې برخو رغونه، څلور حلقې ژورې د اوبو څاه ګانې، یو باب معیاري کانټین، یو باب سایبان، له عمومي برېښنا شبکې سره د دغې مؤسسې برېښنا نښلول، نوري فایبر او همدا راز شبکه سازي پروژې شاملې دي، چې د ټولو ارزښت شاوخوا (۶۶میلیونه) افغانیو ته رسیږي. 

د یادو پروژو د پرانیستې پر مهال د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم خوښي وښوده او د هېواد د تحصیلي مرکزونو هر اړخیز پرمختګ او ودانول یې د نظام لومړیتوبونه یاد کړل.

همدارنګه د لوګر لوړو زده کړو مؤسسې رهبرۍ د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر له ورتګ څخه خوښي وښوده او د یادو پروژو په بشپړولو کې یې د هغه له همکارۍ څخه مننه وکړه. 

 د دې تر څنګ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغې مؤسسې په علمی شورا کې هم برخه واخیسته او د یاد تحصیلي نهاد د چارو تر ارزونو وروسته یې، مشرتابه پلاوي او استادانو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۵:۱۷
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب درې ورځنی داخلي کنفرانس» د مقالو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد

 

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کاپیسا په البیروني پوهنتون کې پیل شوی درې ورځنی داخلي کنفرانس په اختتامیه مراسمو سره، چې د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د لوړو زده کړو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۴:۸
Background image

د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس په دویمه ورځ ۳۶ مقالې وړاندې شوې

 

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» په دویمه ورځ د استادانو او څېړونکو له لوري د یاد پوهنتون په دوو تالارونو کې ۳۶ علمي ـ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۱:۰
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» پیل شو

 

د یاد درې ورځني داخلي کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د صنعت او سوداګرۍ وزير، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د کاپیسا ولایت مرستیال والي، د صنعت او تجارت او لوړو. . .

BACK TO NEWS