د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په شیخ زاید پوهنتون کې یوې سترې غونډې ته د وینا تر څنګ، په دغه پوهنتون کې دوې لویې پروژې پرانیستې

naser_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۶:۳
5151432120000

 

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او ورسره مل پلاوي جنوب ختیځ زون ته د خپل رسمي سفر پر دوام په شیخ زاید پوهنتون کې یوې ستري غونډې ته، چې د خوست ولایت والي مولوي عبدالقیوم روحاني، د شيخ زايد پوهنتون رئيس شيخ الحدیث مولوي محمد نسیم حقاني د خوست جهادي مدرسې مهتمم شیخ الحدیث افضل حسین حسیني د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو خدمتونو او همغږۍ رئیس استاد کلیم الله محمدي، د پوهنتون مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو، د خوست ولایت شیوخو کرامو، استادانو، کارکوونکو او محصلانو ګډون کړی و، خبرې وکړې.

 د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په یاده غونډه کې د ژمي په رخصتیو کې د محصلینو لپاره د سمینارونو او اصلاحي برنامو جوړول یوه ښه فرصت وباله او د محصلینو پر اصلاحي روزنه یې ټینګار وکړ. دغه راز نوموړي زیاته کړه: «همدا محصلین د سبا ورځې مشران او رهبران دي، باید پوه او ځيرک وي.» 

نوموړي د انسان د کرامت اړوند د قرانکریم ځينې ایاتونه بیان کړل او ویې ویل چې انساني کرامت په اسلامي نظام سره ساتل کېدلی شي. دغه راز هغه استادانو ته په خطاب کې وویل: «موږ او تاسو د دې نظام خادمان یوو، نو راځئ چې هر یو په خپله برخه کې له زړه خدمت وکړو، په صحیح اسلامي طریقه د دې ملت د بچیانو روزنه وکړو او د علم کیفیت لوړولو کې زیار وباسو.» 

همدارنګه د خوست ولایت والي، د شيخ زايد پوهنتون رئیس او نورو ویناوالو په خوست ولایت کې د علم پر پراختیا خبرې وکړې. د دې تر څنګ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د شیخ زاید پوهنتون مشرتابه پلاوي په ملتیا، د ۱۰،۵ میلیونه افغانیو په لګښت له وارداتي برېښنا سره د پوهنتون وصل کولو او د څه باندې ۲۸۰ زره افغانیو په لګښت د پوهنتون عمومي چوک د اوبو فواره او حوض پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارلې. 

د یادونې وړ ده چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په یاد سفر کې د شیخ زاید پوهنتون له تدریسي روغتون څخه لیدنه وکړه او د دغه پوهنتون مسؤلینو ته یې د لازمو لارښوونو تر څنګ، د هغوی ستونزې واورېدې او د حل ډاډ یې ورکړ. 

نېټه: چهارشنبه
۱۴۴۶ هـ.ق، د شعبان ۱۳مه
۱۴۰۳ هـ.ش، د سلواغې ۲۴مه
 ۲۰۲۵ م، د فبروري ۱۲مه

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۵:۱۷
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب درې ورځنی داخلي کنفرانس» د مقالو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد

 

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کاپیسا په البیروني پوهنتون کې پیل شوی درې ورځنی داخلي کنفرانس په اختتامیه مراسمو سره، چې د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د لوړو زده کړو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۴:۸
Background image

د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس په دویمه ورځ ۳۶ مقالې وړاندې شوې

 

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» په دویمه ورځ د استادانو او څېړونکو له لوري د یاد پوهنتون په دوو تالارونو کې ۳۶ علمي ـ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۱:۰
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» پیل شو

 

د یاد درې ورځني داخلي کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د صنعت او سوداګرۍ وزير، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د کاپیسا ولایت مرستیال والي، د صنعت او تجارت او لوړو. . .

BACK TO NEWS