د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په مشرۍ د دغه وزارت رهبري شورا ناسته ترسره شوه

naser_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۳ - ۵:۲۳
64546513210

 

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د ا.ا.ا له حاکمیت وروسته د لوړو زده کړو په برخه کې ځینو مهمو لاسته راوړنو او پرمختګونو ته اشاره وکړه او ویې ویل: «الحمدالله تر فتحې وروسته په تېرو څو کلونو کې د لوړو زده کړو وزارت په بېلا بېلو برخو کې د پام وړ مثبت او تاریخي بدلونونه راغلی دي، کیفیت ته پاملرنه زیاته شوې او په پوهنتونونو کې د خیالي محصلینو مخنیوی شوی دی.»

 محترم شیخ صاحب همدا راز د وزارت له بېلا بېلو مسوولینو او د شورا له غړو وغوښتل چې په خپلو ورځنیو چارو کې پوره پاملرنه وکړي، د مسوولیت احساس ژوندی وساتي او ترې ویې وغوښتل چې خپل فعالیتونه د اسلامي ارزښتونو سره سم لا تنظیم کړي. همدا راز ورته ویې ویل چې د خپلو اړوندو کارکوونکو مسوولیتونو ته متوجه و اوسي او اسلامي نظام ته د ژمنتیا روحیه لا پیاوړې وساتي، څو له بیت المال څخه سمه استفاده او له غفلت څخه ډډه شوې وي.

ورپسې د تېرې شورا پرېکړې تعقیب او د اجنډا له مخې پر ځینو مهمو موضوعاتو لکه؛ د امارتي پوهنتونونو له لوري د خصوصي لوړو زده کړو نهادونو د څارنې لارښود، د امارتي تحصیلي نهادونو د فوق لېسانس برنامو د ازموینې لارښود، د تحصیلي نهادونو د تدریس کیفیت لوړولو طرحه، لېسانس برنامو کې د تحصیلي دورې د مودې ټاکنه او یو شمېر نور مهمو موضوعاتو اړوند بحث او لازمې پرېکړې وشوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۴:۸
Background image

د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس په دویمه ورځ ۳۶ مقالې وړاندې شوې

 

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» په دویمه ورځ د استادانو او څېړونکو له لوري د یاد پوهنتون په دوو تالارونو کې ۳۶ علمي ـ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۱:۰
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» پیل شو

 

د یاد درې ورځني داخلي کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د صنعت او سوداګرۍ وزير، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د کاپیسا ولایت مرستیال والي، د صنعت او تجارت او لوړو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په خپل کاري دفتر کې د جاپان له سفیر تاکویوشي کورومایا سره لیدنه او خبرې وکړې.

 

په دغه لیدنه کې د لوړو زده کړو وزیر په افغانستان کې د جاپان سفیر د بریالي ماموریت یادونه وکړه او د افغانستان پر وړاندې یې د جاپان د مثبتو سیاستونو څخه خپله خوښي څرګنده کړه.

 

محترم. . .

BACK TO NEWS