د لوړو زده کړو سرپرست وزیر کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د هېواد جنوب لوېدیځ زون د دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو له مشرتابه او استادانو سره ناسته وکړه.

nasir_admin
شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۶ - ۱۳:۳۴
Uhswwjkljnbv

 

په یاده ناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، په داسې حال کې چې د دغه وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب، د کندهار مرستیال والي مولوي حیات الله مبارک او د استخباراتو رئیس مولوي عبدالرشید منیب هم حضور درلود، د جنوب لوېدیځ زون د تحصیلي بنسټونو مشرتابه او استادان د ا.ا.ا د فرامینو د عملي کولو ملاتړ ته راوبلل او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د غربیانو د فکري او تبلیغاتي جګړې پر وړاندې مبارزه وکړي. 

همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د خپلو خبرو په دوام کې وویل، چې موږ باید د روغتیا، ټکنالوژۍ، انجنیري او نور عصري علومو په ډګر کې پر ځان بسیا او د پردیو له احتیاج څخه راووځو. نوموړي پر مسلکیتوب د ټینګار تر څنګ، د یاد زون استادانو ته ډاډ ورکړ چې ستونزې به یې حل کوي او د خدمت زمینه به ورته برابره کړي. 

په یاده ناسته کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د علم د پرمختګ لپاره کار کول د هېواد او ولس جدي اړتیا وبلله او ویې ویل چې د ا.ا.ا په ځانګړي ډول لوړو زده کړو وزارت د علم پرمختګ ته ژمن دی.  

دغه راز د کندهار مرستیال والي مولوي حیات الله مبارک په یاد ولایت کې د لوړو زده کړو د پرمختګ لپاره د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل چې د غوره تدریس لپاره به د امن چاپېریال د رامنځته کولو لپاره هڅې وکړي. 

وروسته د هېواد جنوب لوېدیځ زون د دولتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو مسؤلینو د هېواد د تحصیلي نظام د پیاوړتیا او پرمختګ په برخه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر سره خپلې مشورې شریکې کړې او ډاډ یې ورکړ چې په خپل ټول توان سره به د هېواد د ځوان نسل د سالمې روزنې لپاره هڅې وکړي. 

 

نېټه: شنبه

۱۴۴۴/۵/۲۳هـ.ق ۱۴۰۱/۹/۲۶.ش ۲۰۲۲/۱۲/۱۷م

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۵:۱۷
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب درې ورځنی داخلي کنفرانس» د مقالو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد

 

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کاپیسا په البیروني پوهنتون کې پیل شوی درې ورځنی داخلي کنفرانس په اختتامیه مراسمو سره، چې د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د لوړو زده کړو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۴:۸
Background image

د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس په دویمه ورځ ۳۶ مقالې وړاندې شوې

 

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» په دویمه ورځ د استادانو او څېړونکو له لوري د یاد پوهنتون په دوو تالارونو کې ۳۶ علمي ـ. . .

BACK TO NEWS