د لوړو زده کړو وزارت او د کار او ټولنیزو چارو وزارت تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو. 

ameen_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۴:۱
fdsfdsdfsdsf

 

دغه هوکړه لیک د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخوا او د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر ملا عبدالمنان عمري له لوري لاسلیک شو.
د دغه هوکړه لیک څخه موخه د لوړو زده کړو څخه فارغ محصلین به د کار او ټولینزو چارو وزارت ته د کاریابۍ او کار اموزۍ  لپاره معرفي کیږي او هغوی به یې د کارموندنې په برخه کې د ظرفیت لوړونې تر څنګ د کاري فرصتونو په برابرولو کې همکاري کوي.
دغه راز د لوړو زده کړو وزارت به د کار او ټولنیزو چارو وزارت کار کوونکو ته د فوق الېسانس لوړو زده کړو زمینه برابروي او د هغوی علمي ظرفیت لوړونه به کوي 
همدارنګه د کار او ټولنیزو چارو وزارت به په خپلو پروژو کې د تحصیلي بنسټونو د علمي کادرونو له څېړنو، طرحو او تجربو څخه به د اړتیا په مهال ګټه اخلي. 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۴:۲
Background image

فراه پوهنتون کې د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ویالو کېندلو او جوړولو چارې پیل شوې

فراه پوهنتون کې د ۷۰۰ مترو په اندازه دوه طرفه ویالې، چې ۸۰ سانتي متره عرض او یو متر لوړوالی لري، د جوړېدو چارې پیل شوې.
د دې ویالو په جوړېدو شاوخوا ۹ میلیونه ۹۸۳ زره افغانۍ لګښت راځي،. . .

BACK TO NEWS