د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ ترسره شوه
د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د دغه وزارت ورځنیو چارو څخه د خوښۍ تر څنګ، د هېواد مشرقي زون ته د خپل سفر په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې په دې سفر کې مې د نورستان، کونړ، ننګرهار او لغمان ولایتونو د تحصیلي نهادونو تدریسي، زېربنایي او اداري چارو ارزونه وکړه.
نوموړي زیاته کړه چې د یاد زون د ولایتي ادارې له مسؤلینو، علماء کرامو، محصلینو او عامو خلکو سره په لیدنو کې مې د ا.ا.ا د پالیسیو او موخو په اړه معلومات ورکړل.
وروسته له اجنډا سره سم د خصوصي تحصیلي نهادونو د استادانو د تقرر، د خصوصي تحصیلي نهادونو د ستونزو حل او پر یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو بحث او لازمې پرېکړې وشوې.
د یادونې وړ ده چې په دغه ناسته کې د مخکنۍ شورا پرېکړو ته کتنه وشوه او د کمېټو راپورونه واورېدل شول.
نېټه: یکشنبه
۸ جمادی الاول ۱۴۴۶ هـ ق
۲۰ عقرب ۱۴۰۳ هـ ش
۱۰ نومبر ۲۰۲۴م