د لوړو زده کړو وزارت عالي شورا د دغه وزارت سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ دایره شوه.

ameen_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۱ - ۳:۵۴
fdgdfgdfgfd


د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورا د  غړو له لوري د اکاډمیکو معیارونو، زیربنایي امکاناتو او شرایطو پوره کېدو په صورت کې په مختلفو امارتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو کې د (۱۱) دوکتورا، (۳۶) ماسټري او (۱۵) د لېسانس برنامو او په موجوده پوهنځیو کې د (۶۰) نوېو څانګو د ایجاد په اړه بحثونه او لازمې پرېکړې وشوې. 
د یادې شورا په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم دغه شورا ارزښتمنه وبلله او ویې ویل چې په دې شورا کې د هېواد د لوړو زده کړو د پرمختګ اړوند پرېکړې کېږي.
نوموړي زیاته کړه: «د نظام او خصوصي سکټور ټولې ادارې علمي او مسلکي کادرونو ته اړتیا لري او لوړو زده کړو وزارت ژمن دی، چې د هغوی لپاره مسلکي علمي کادرونه وروزي.» 
دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د خپلو خبرو پر دوام وویل چې موږ په هېواد کې د فوق الېسانس برنامو په ایجاد سره پرمختګ او ځان بساینې ته رسېدلی شو. هغه وویل چې عالي شورا ته د هغو برنامو د ایجاد غوښتنې راغلي چې په ټولنه کې اړتیا ورته لېدل کېږي او د ایجاد لپاره یې ټول شرایط پوره کړي دي. 
په یاده شورا کې د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه پلاوي، د مالیې، اقتصاد او پوهنې وزارتونو معینانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو او د دیني جامعاتو او تخصصاتو مسؤلینو ګډون کړی و، چې د شورا د اجنډا پر مواردو یې هر اړخیز بحثونه او لازمې پرېکړې وکړې.  
د یادولو وړ ده چې یادې پرېکړې به د اداري پروسیجر له تکمیل وروسته له اړوندو پوهنتونونو او ادارو سره شریکې شي. 
هېره دې نه وي چې د لوړو زده کړو وزارت عالي شورا د ریاست الوزراء محترم مقام په حکم جوړه شوې، چې د دغه وزارت مهمې علمي او اکاډمیکې پرېکړې پکې کېږي او اړتیا ته په کتو په مسلسل ډول ناستې کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۴:۲
Background image

فراه پوهنتون کې د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ویالو کېندلو او جوړولو چارې پیل شوې

فراه پوهنتون کې د ۷۰۰ مترو په اندازه دوه طرفه ویالې، چې ۸۰ سانتي متره عرض او یو متر لوړوالی لري، د جوړېدو چارې پیل شوې.
د دې ویالو په جوړېدو شاوخوا ۹ میلیونه ۹۸۳ زره افغانۍ لګښت راځي،. . .

BACK TO NEWS