د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د کاردان خصوصي پوهنتون په نړیوال کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه

naser_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۰ - ۱۳:۱۵
Sgbhuhnnklkjfddweetty

 

کاردان خصوصي پوهنتون په افغانستان کې د دومدارې پراختيا پر وړاندې ستونزې او ننګونې تر سرلیک لاندې نړیوال کنفرانس جوړ کړ، چې په ترڅ کې یې د بېلابېلو څېړنیزو موضوعاتو اړوند مقالې وړاندې شوې.

 

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، دکتور لطف الله خیرخواه، په یاد کنفرانس کې د وینا پر مهال د علمي څېړنو پر ارزښت او ګټو خبرې وکړې او څېړنې یې د پوهنتونونو اصلي مسؤلیت یاد کړ.

 

محترم خیرخواه وویل: « د دوامدارې پراختيا لپاره د هېواد په اصل اقتصاد کار په کار دی، چې بنسټ يې کورنی اقتصاد دی، افغانه ټولنه کې بايد هره کورنۍ او د کورنۍ هر فرد د خپلو اړتياوو، منابعو او مصارفو دقيق انتظام په پام کې وساتي، د خپلو کورنيو منابعو دوام ته يې بايد نظر وي او هر حالت کې يې ښه تنظیم او ساتنه وکړي.»

 

هغه همدارنګه زیاته کړه، چې د کورني اقتصاد قواعد او اصول بايد کلي په کلي ترويج شي او له فرد پيل، پر کورنۍ او نظام تمام شي، د نوموړي په وینا کله چې ذهنيت او رويه ايجاد شي، د منابعو سالم استعمال او پايداري يې حتمي او منطقي نتيجه ده.

 

دکتور خیرخواه وویل چې د لوړو زده کړو وزارت هڅه کوي پوهنتونونه خپلو اصلي مسؤلیتونو ته متوجه کړي څو تحصیلي نهادونه وکولی شي خپلې نظریې او څېړنې د ټولنې اړتیاوو ته ورسوي.

 

هغه د دې ډول کنفرانسونو په ترسره کېدو خوښي وښوده او ټینګار یې وکړ چې د څېړنیزو کنفرانسونو پایلې، نظریات او تجربې باید اړوندو ادارو سره شریکې شي، ترڅو هغه په خپلو برخو کې اغېزناک واقع شي.

 

دا په داسې حال کې ده چې د ا.ا.ا له حاکمیت وروسته د لوړو زده کړو وزارت اړوند امارتي تحصیلي نهادونو کې ګڼ شمېر ملي او نړیوال کنفرانسونه ترسره شوي دي او اوس خصوصي پوهنتونونه هم په مهمو موضوعاتو ورته علمي غونډې دایروي.

 

نېټه: دوشنبه

۱۴۴۶ هـ.ق د جمادي الاخرة ۲۸ مه

۱۴۰۳ هـ.ش د مرغومې ۱۰ مه

۲۰۲۴ م د ډسمبر ۳۰ مه

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۵:۱۷
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب درې ورځنی داخلي کنفرانس» د مقالو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد

 

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کاپیسا په البیروني پوهنتون کې پیل شوی درې ورځنی داخلي کنفرانس په اختتامیه مراسمو سره، چې د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د لوړو زده کړو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۴:۸
Background image

د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس په دویمه ورځ ۳۶ مقالې وړاندې شوې

 

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» په دویمه ورځ د استادانو او څېړونکو له لوري د یاد پوهنتون په دوو تالارونو کې ۳۶ علمي ـ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۱:۰
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» پیل شو

 

د یاد درې ورځني داخلي کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د صنعت او سوداګرۍ وزير، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د کاپیسا ولایت مرستیال والي، د صنعت او تجارت او لوړو. . .

BACK TO NEWS