د لوړو زده کړو وزارت هېواد ته راستانه شوي علمي کادرونه د یوه ځانګړي تشویقي پروګرام په ترڅ کې وستایل.

Akmal_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۵ - ۱۱:۵۹
f

14/10/1443
25/2/1401
د لوړو زده کړو وزارت هېواد ته راستانه شوي علمي کادرونه د یوه ځانګړي تشویقي پروګرام په ترڅ کې وستایل. 

د لوړو زده کړو وزارت شاوخواه 100 تنو هغو استادانو ته، چې بهر ته د لوړو زده کړو لپاره تللي وو، د یوه ځانګړي پروګرام په ترڅ کې ښه راغلاست ووایه او د هغوی د ملي او علمي احساس قدردانی یې وکړ. 
د یاد پروګرام پرانېسته او د ښه راغلاست وینا د لوړو زده وزارت د بورسونو تنظیم او بهرنیو اړېکو رئیس ډاکټر نظر محمد عرفان وکړه او وروسته د لوړو زده کړو وزارت د خصوصي محصلانو رئیس انجنیر سید اسماعیل روحاني د یاد پروګرام اجنډا تشریح کړه او د دغه وزارت ځينو لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو ته یې اشاره وکړه. 
یاده غونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر الحاج مولوي عبدالباقي حقاني د هېواد د تحصیلي نظام پرمختګ او معیاري کولو ته په اشارې سره وویل: «د یوه هېواد ودانول او له نورو هېوادونو سره یې سیال کول، په یوه قوي او معیاري تحصیلي نظام پورې تړلي دي.» 
نوموړي زیاته کړه، چې د څلورو لسېزو جګړو په ترڅ کې مو د هېواد هره برخه زیانمنه شوې، چې د هرې برخې د بیارغونې لپاره کار پکار دی او د هرې برخې کاري او بشري ځواک د لوړو زده کړو له لوري تمویلیږي.
 دغه راز له ټولو استادانو یې وغوښتل، چې د هېواد بچیان په دیني او ملي مفکوره وروزي، تر څو ټولنې ته په دیني او ملي ارزښتونو سمبال شخصیتونه وړاندي شي. 

همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له بهرنیو هېوادونو بېرته راستانه شویو استادانو ته د ښه راغلاست تر څنګ، له هېواد سره د هغوی مینه وستایله او همدارنګه د هغو علمي کادرنو قدردانی یې وکړ، چې د هېواد د دښمنانو له منفي تبلیغاتو سره سره په هېواد کې پاتې شوي او د خپل ولس د بچیانو روزنه کوي. 
دغه راز د اوبو او برښنا وزارت ستر سلاکار دوکتور فاروق اعظم د خپلو خبرو په جریان کې وویل: « پلار د خپل اولاد خېټه ورډکوي، خو استاد یې ماغزه ورډکوي او معنویت یې روزي.»
 نوموړي هېواد ته راستانه شوي استادان اتلان وبلل او د ټولو هغو استادانو کور ودانی یې وکړ، چې بهر ته د تللو امکانات لري، خو د خپل ولس د خدمت په خاطر په هېواد کې پاتې شوي دي.

وروسته د دولتي پوهنتونونو په استازیتوب د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز د مسؤلینو او ولس تر منځ د اړېکو په پار، دا ډول تشویقي پروګرامونه اړین وبلل.
همدارنګه له بهرنیو هېوادونو څخه د راستانه شویو استادانو په استازیتوب د کابل پوهنتون استاد پوهنمل کیومرث پولادیان، د کابل طبي پوهنتون استاد پوهینار خالد جان رضایي، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استاد دوکتور پوهنمل شاه رخ رؤفي او د شیخ زاید خوست پوهنتون استاد پوهنیار عبدالطیف رحیمي په خپل وار د لوړو زده کړو وزارت له مشرتابه څخه مننه وکړه، خپلې تجربې او وړاندیزونه یې شریک کړل.

د یادولو وړ ده، چې د پروګرام په پای کې ټولو راستانه شویو استادانو ته د لوړو زده کړو وزارت له لوري ډالۍ ورکړل شوې او ناسته د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۶:۳۷
Background image

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته کې د دوکتوار، ماسټري او لېسانس نوې برنامې ایجاد شوې

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته د دغه وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ او د مالیې، اقتصاد او پوهنې وزارتونو معین صاحبانو، د مرکزي پوهنتونونو رهبري پلاوي او د. . .

BACK TO NEWS