د کابل طبي علومو پوهنتون طب پوهنځي څخه ۱۱۰ تنه ډاکټران فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول

naser_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۱ - ۱۳:۱۲
Hwnxjdkeknx

 

په کابل طبي علومو پوهنتون کې په همدې مناسبت جوړې شوې فراغتغونډه کې د لوړو زده کړو او عامې روغتیا سرپرست وزیرانو، د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین، د کابل طبي علومو پوهنتون رهبري پلاوي، استادانو، فارغ شویو محصلینو او د هغوی د کورنۍ غړو ګډون کړی و. 

په یاده فراغتغونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم وویل چې لوړو زده کړو وزارت مکلف دی چې متعهد او متخصص کادرونه وروزي او ټولنې ته یې د خدمت لپاره وړاندې کړي.

محترم شیخ صاحب فارغ شویو ډاکټرانو ته په خطاب کې وویل: «ستاسو ډاکټري به هلته کامیابه او په دنیا او اخرت کې سرلوړي وي، چې خپل هېواد او خلکو ته په اخلاص خدمت وکړئ.» 

محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم وویل چې زموږ ټولنه متخصصو ډاکټرانو ته ډېره اړتیا لري او فارغ ډاکټرانو ته یې ډاډ ورکړ، چې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ به ورته د خدمت زمینه برابروي. 

همدا راز د عامې روغتیا سرپرست وزیر مولوي نور جلال جلالي وویل چې دغه وزارت په ۷۵ سلنه ولسوالیو کې روغتونونه جوړوي، چې په دې روغتونونو کې متخصصو ډاکټرانو ته اړتیا ده او زیاته یې کړه: «له نېکه مرغه چې نن داسې تکړه ډاکټران فارغ او د خدمت ډګر ته وړاندې کېږي.» 

دغه راز د کابل طبي علومو پوهنتون رییس مفتي احسان الله ابوالفیضان د فارغ شویو ډاکټرانو له کورنیو مننه وکړه چې له خپلو اولادونو سره یې زیار اېستلی دی. 

د غونډې په پای کې فارغو ډاکټرانو ته د مسوولینو له لوري تصدیق پاڼې ووېشل شوې.

نېټه: یکشنبه

۱۴۴۶ هـ.ق د ذوالقعدې ۱۳ مه 

۱۴۰۴ هـ.ش د ثور ۲۱ مه

۲۰۲۵ م د مې ۱۱

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۱:۰
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» پیل شو

 

د یاد درې ورځني داخلي کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د صنعت او سوداګرۍ وزير، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د کاپیسا ولایت مرستیال والي، د صنعت او تجارت او لوړو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۴:۳۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په خپل کاري دفتر کې د جاپان له سفیر تاکویوشي کورومایا سره لیدنه او خبرې وکړې.

 

په دغه لیدنه کې د لوړو زده کړو وزیر په افغانستان کې د جاپان سفیر د بریالي ماموریت یادونه وکړه او د افغانستان پر وړاندې یې د جاپان د مثبتو سیاستونو څخه خپله خوښي څرګنده کړه.

 

محترم. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۳:۵۱
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د غزني تخنیکي پوهنتون اتمې دورې فراغتغونډه کې محصلین د افغانستان ابادۍ کې ونډې اخیستلو ته وهڅول

 

په هغه غونډه کې، چې د یادو محصلینو د فراغت په موخه په غزني تخنیکي پوهنتون کې جوړه شوې وه، د لوړو زده کړو وزیر سربیره، د چارو ادارې لوی رئیس، د امر با المعروف او نهي عن المنکر وزارت. . .

BACK TO NEWS