مفتي محمد طاهر د ا.ا.ا د چارو ادارې له لوري د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو د معین په توګه د دغه وزارت کار کوونکو ته وروپېژندل شو.

eshaq_admin
شنبه ۱۴۰۱/۹/۱۹ - ۱۰:۳۷
rthgada

په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او مشرتابه پلاوي، د چارو ادارې عمومي رئیس، د ملي ټلویزیون عمومي رئیس، د مرکزي ادارو او مرکزي پوهنتونونو رئیس صاحبانو ګډون کړی و.

په پیل کې د چارو ادارې عمومي رئیس شیخ نورالحق انور د لوړو وزارت د محصلانو چارو معینیت ته د مفتي محمد طاهر د ورمعرفي کولو تر څنګ، دنده په اسلامي امارت کې ستر مسؤلیت او یو امانت وبله او ویې ویل چې د دې امانت د اداء کولو لپاره تعهد او وړتیا پکار ده. 

همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب، لوړو زده کړو وزارت د نظام له کلیدي وزارتونو څخه وباله او یې ویل چې دغه وزارت د هېواد ټولو برخو لپاره مسلکي او علمي کادرونه روزي. نوموړي مفتي محمد طاهر د یادې دندې لپاره وړ کس وباله او ویې ویل، چې په اسلامي نظام کې پر دندو د وړ کسانو ګومارنه یو اصل دی.  

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د محصلانو چارو معین او د دغه وزارت نورو مسؤلینو ته وویل چې هر کس د خپلې دندې پوره صلاحیت لري او د خدمت په ډګر کې به یې پوره ملاتړ کوي.


همدا راز د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین ته په نوي مسؤلیت کې د بریا هیله وکړه او نوموړي ته یې ‌ډاډ ورکړ چې دوی به په کارونو کې همکاري ورسره کوي.  

وروسته د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معین مفتي محمد طاهر پر ده باندې د ا.ا.ا له باور څخه د مننې تر څنګ، ژمنه وکړه چې د ورته سپارل شوي مسؤلیت په سم ډول تر سره کول کې به پوره هڅه وکړي. 

نېټه: شنبه
۱۴۴۴/۵/۱۶هـ.ق ۱۴۰۱/۹/۱۹.ش ۲۰۲۲/۱۲/۱۰م  
د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۵:۱۷
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب درې ورځنی داخلي کنفرانس» د مقالو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد

 

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کاپیسا په البیروني پوهنتون کې پیل شوی درې ورځنی داخلي کنفرانس په اختتامیه مراسمو سره، چې د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د لوړو زده کړو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۴:۸
Background image

د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس په دویمه ورځ ۳۶ مقالې وړاندې شوې

 

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» په دویمه ورځ د استادانو او څېړونکو له لوري د یاد پوهنتون په دوو تالارونو کې ۳۶ علمي ـ. . .

BACK TO NEWS